سفر خبرونه

د کابل څخه اسلام آباد ته د پي ای اې د یو ټکټ بیه ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې

 کابل کابل

پاکستان ته تلوونکي افغانان وايي ‌د الوتکو د ټکټونو بيې ډېرې لوړې شوې او د ځمکې لارې پرې پاکستاني چارواکو  بندی  کړی په کابل کې د کام ایر شرکت وايي پاکستاني چارواکو يې اسلام آباد ته الوتنې بندې کړې او لامل یې هم ورته نه دی ښودلی.

بل لوری  پاکستاني چارواکي وايي چې دوی د کام ایر پر الوتنو بندیز نه دی لګولی  او تېره یکشنبه یې ځکه د کام ایر یوه الوتکه پاکستان ته پرېنښوده چې په کې له سپرو مسافرو سره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا  ورکړل شوي خاص کارتونه نه وو مسافر  وايي درې ساعته په الوتکه کې  د انتظار وروسته وروته وویل شو  چې د پاکستان د هوايي کنترول اداره اجازه نه ورکوي چې الوتنه وکړي 

article 18

یو شمېر افغانانو چې غواړي پاکستان ته لاړ شي په خبرو کې وویل موږ د پاکستان ویزې هم پر خپلو پاسپورتونو لرو خو اجازه نه راکول کېږي چې د ځمکې له لارې پاکستان ته لاړ شو د تېر اګست میاشتې په ۱۵ نېټه پر کابل د طالبانو له کنترول یوه اونۍ وروسته د پاکستان پي ای اې شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې   خو اوس له کابله اسلام آباد ته د پي ای اې د یوه ټکټ بیه ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې او  په اسانۍ ټکټ لاس ته نه راځی

د تېر سپتمبر میاشتې پر ۳۰ نېټه د پاکستان د لومړي وزیر یوه سلاکار شهزاد ارباب ویلي چې لومړي وزیر خان امر کړی چې پر تورخم دروازه به د پاکستان له ویزې پرته بل هېڅ سند ته اړتیا نه وي او افغانان به کولای شي چې په ویزه پاکستان ته سفر وکړي..

ا هم ولولئ | اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي

خو په تورخم کې ایسار پاتې افغانان وايي د پاکستان د لومړي وزیر له دې اعلان وروسته پاکستان ته پر تللو له یوې مخې بندیز لګول شوی اوس افغانان نشی کولی چی پاکستان ته سفر وکړی مګر ډیری سختی سره هلته ځی او مشکلات حل کوی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button