نړیوال خبرونه

د کابینې پرېکړه:هرولایت کې بایدیومرستیاله ښځه وټاکلۍ شي

برون ورځ د کابینې غونډه په ارګ کې تر سره شوه په دغه غونډه کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ دا پرېکړه هم وشوه چې په هرولایت کې دې یو ښځینه مرستیال هم وګمارل شي،دغه طرحه د ښځو چارو وزارت لخوا وړاندې شوې وه،

هر ولایت کې د یومرستیاله ښځه وټاکلۍ شي په حکومت کې دا په لويه کچه ستره پرېکړه او د ښځو لپاره لوى بدلون، اوس به په هر ولايت کې يوه يوه ښځينه مرستياله هم وټاکل شي، چې دې عمل سره به نه يوازې دا چې په دولت کې د ښځو ونډه کوټه زیاته شي بلکې په ولايتي کچه به سترې چارې هم د دويي د مسولیت برخه وي دې اقدام سره به د ښځودا ګيله ختمه شي چې ګيني دولت نه غواړي ښځې دولت ته راولي،

د جمهور ریس غني په مشرۍ په کابينه کې پرون پرېکړه شوې ده، چې د هېواد ټولو ٣٤ ولايتونو کې به هر يوه ولايت ته يوه يوه ښځينه مرستياله وټاکل شي.ریس جمهورغني څو ورځې وړاندې لوګر ته د خپل سفر پر مهال هم ويلي و، چې لوګر ولايت ته به نږدې وخت کې د ولايت لپاره ښځينه مرستياله وګماري.د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم په دې تړاو په يوه پوسټ کېخپاره کړي وو، چې ولسمشر غني ورته هدایات کړي دي چې د لوګر ولايت لپاره دې ورته يوه ښځينه مرستياله وګماري،

بلخوا برون وسمشر تازه په کابینې کې پرېکړه کړې ده چې د هېواد ټولو ٣٤ ولايتونو کې به هر يوه ولايت ته يوه يوه ښځينه مرستياله وګمارل شي.افغان دولت چې د ښځو د حقونو او هغوى ته د کاري زمينې برابرولو خبره کوي، دا د حکومت له لوري د ښځو لپاره يو ستر او مهم اقدام دی اوس به به نه يوازې دا چې په هر ولايت کې يوه يوه ښځينه مرستياله دنده پیلوي ، بلکې ښځو ته کاري زمينې هم ډېرې برابرې شي، لوى مسووليتونه به ورته وسپارل شي او په محلي حکومتولۍ کې به پراخه ونډه ولري چې د نورو ښځو لپاره به د بدلون لوى پېلامه هم وګرځي.د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم د ګوتو په شمېر ځينو ولايتونو کې ښځينه مرستيالانې ټاکل شوي،

د یادوهنې وړ ده چې د ولسمشر غني پر حکومت باندې ډېرو ځوانانو باور وکړ او په دې کې دنارینوو ترڅنګ ښځینه ځوانانو هم باور وکړ او ولسمشر غني ته ېې رایه په دې وکاروله چې نوموړی ورسره وعده کړې وه چې داځل به ځوانانو او ښځو ته په دولت کې د تېر په پرتله ډېره ونډه ورکول کيږي که مونږ اوګورو نو اوسمهال هم په د ولایتونو د مرستیالانو ترڅنګ په مرکز کې ۍځينه معینانې ډېرې لرو او دويي ته د دندې ترڅنګ صلاحیتونه هم ورکړي دي،

اوسمهال چې دولسمشرغني دولت دغه وعده پوره کړه نو باید کومې ښځينه چارواکي ېې چې په دنده ګمارلي دي باید خبلو دندو ته ژمن پاتې شي او د خپل صلاحیتونو نه ناوړه ګټه وانخلي ترڅو افغانانستان په ادارو کې ښه خدمات وړاندې کړي ځکه نړۍ کې دا خبره مشهوره ده چې د نارینو په پرتله ښځینه کارمندان په ثداقت کارکوي او کوشش کوي چې څومره ژر کېدایشي هېوادوالو ته ښه خدمات وړاندې کړي او له دويي سره ښه برخورد هم وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button