ټکنالوجي

د کاناډا حکومت پر وي‌چټ بندیز ولګاوه

د کاناډا حکومت پر وي‌چټ په مبایلونو او دستګاوو کې پر کارونې بندیز لګولی دی

د کاناډا حکومت د دغه هېواد د دولتي ادارو په موبایلونو او نورو دستګاوو کې د «وي‌چټ او کاسپرېس‌کای» پر کارونې بندیز لګولی دی.

پرمختللي هېوادونه هڅه کوي چې د خصوصي حریم د خوندیتوب په خاطر ځینې داسې اقدامات تر سره کړي او په دې تکنالوژیکه نړۍ کې له ځینو فعالیتونو سره احتیاط وکړي.

نور ولولئ: ایلان ماسک وايي ځینې وخت د دفتر کتابتون کې وېده کېږم

د کاناډا حکومت روانه اوونۍ دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د خصوصي حریم او امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

خصوصي امنیتي خطر

د کاناډا د خزانې بورډ چې د یاد هېواد د عامه ادارو د څارنې مسوولیت لري، یوې خبرپاڼه کې ویلي چې «وي‌چټ او کاسپرېس‌کای» د محرومیت او امنیت د نه‌منلو وړ خطر سره مخ دي.

وي‌چټ یا د پیغام رسولو اپلېکېشن د چینايي کمپنۍ اړوند دی او کاسپرېکس‌کای انټي‌وایرس پروګرام بیا روسیې کې فعالیت لري.

د شوې پرېکړې له مخې به د کاناډا د دولتي ادارو موبایلونو او نورو دستګاوو کې دغه اپلېکېشنونه نه کارول او په بشپړه توګه به پرې بندیز ولګېږي.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل د جګړې له امله میټا شرکت فیسبوک کې بدلون راولي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د کاناډا دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او پر دغه هېواد یې تور پورې کړی چې له شواهدو پرته پر دې کمپنۍ بندیزونه لګوي.

له پرېکړې مخکې خبر نه دی ورکړل شوی

په ورته مهال کاسپرېس‌کای کمپنۍ بیا د کاناډا له دې پرېکړې حیرانتیا ښودلې او ویلي یې دي چې دوی ته باید له یادې پرېکړې مخکې خبر ورکړل شوی وای.

دې کمپنۍ همداراز ټينګار کړی چې کاناډا باید دې برخه کې له پرېکړې وړاندې خپلې اندېنښنې له دوی سره شریکې کړې وای.

کاناډا له دې وړاندې د دغه هېواد دولتي ادارو دستګاوو کې د ټېک‌ټاک پر کارونې هم بندیز لګولی و.

د یادونې وړ ده چې په نورو هېوادونو کې هم دا ډول تصمیمونه نیول کېږي چې په دې کې چین او ځینې نور مخکښ هېوادونه دي او هڅه کوي چې خپل خصوصي حریم ډېر خوندي کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button