نړیوال خبرونه

دکروناناروغی تازه حال

کرونا ناروغي لا هم په ټوله نړی کې دکرونا ناروغي موجوده ده او دویمه څپه د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې تر لومړۍ هم ښايي خطرناکه سي ځکه له یوې خوا هوا یخه ده او له بلې خوا خلک ورسره بې پروا دي.او هغه اصول نه مراعتوي کوم چې د کرونا مخنیوي لپاره باید وشي.

ډېری منتقو کې په کویډ١٩.ناروغی د اخته کسانو شمېر تر ۶۳ میلیونه کسانو وا وښت او لاهم هره شېبه دغه شمېره مخ پر زیاتیدو ده د روغتیايي راپورونو له مخې تر دې شېبې ۱۴لکه ۶۵زره ۱۶۳ کسان دې ناروغۍ وژلي چې لاهم هره شېبه دا شمېره زیاتیږيد مالوماتو پر اساس تراوسه پوري د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاهم د دې امکان سته چې کرونا ناروغي په خپله دویمه څپه کې زیات انسانان مبتلا کړي

تردې دمه له کویډ١٩.ناروغی څخه تر ۴۳ میلیونه زیات کسان جوړ سوي هم دي امریکا د نړۍ د هغه هېوادونو په کتار کې لومړی ځای لري چې په کرونا ناروغي باندې يې ډیر کسان مبتلا سوي تراوسه پوري  په دې هېواد کې ۱۳ میلیونه کسان په کرونا اخته سوي چې د مړو شمېر يې ۲لکه ۷۳ زره کسانو څخه زیات سوی له امریکا وروسته په دویم او دریم ځای کې هند او برازیل دی.

بلخوا بیا افغانستان کې هم د هوا په یخیدلو سره یوځل بیا د کرونا د مبتلایانو شمېر زیات سوی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا دویمه څپه به د لومړۍ په پرتله څلور برابره زوروره وي هغوی له خلکو د پاملرنې غوښتنه کړې په افغانستان کې د کرونا د مبتلایانو شمېر تر ۴۶ زره کسانو اوښتی چې تراوسه يې ۱۷۶۳ کسان وژلي هم دي.

دکروناناروغی تازه حال
دکروناناروغی تازه حال

د صحت کارکوونکي وايي چې د هوا په یخیدلو او د خلکو د بې پروايي او نه پاملرنې له امله ښايي د هرې ورځې په تیریدلو سره د کرونا ناروغي نوره هم خطرناکه شي ځکه خلک په هیڅ ځای کې روغتیايي سپارښتنې په نظر کې نه نیسي او په بازارونو او نورو ځایونو کې لا هم خلک په پرواهی ګرزي راګرزي.او خلک په کرونا ناروغی لا هم اخته کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button