د کرونا ویروس لپاره جدي اقدامات

ځړول شوی:مارچ 17, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

په کور دننه د کرونا ویروس پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي او په دې برخه کې د کنټرول په تړاو د روغتیا وزارت هڅې قناعت کوونکي نه یولي. دغه خلک غوښتنه کوي، چې هېواد کې دې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره جدي او عملي کار وشي. خو د روغتیا وزارت بیا وايي، د کرونا ویروس مخنیوي په موخه يې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

کابل کې د بیدارو ځوانانو ټولنیز سازمان، چې د کرونا ویروس په اړه يې د عام پوهاوي کمپاین پر لاره اچولی خلکو ته يې د ماسک، دستکشو او پوهاوي پاڼو زر بستې ووېشلې

. که څه هم په هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر زیاتېږي، د دغې ناروغۍ په تېزۍ خپرېدو د روغتیا وزارت سربېره خلک هم اندېښمن کړي دي. ولسي وګړي وايي، هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت کړنې په صفر حساب دي او باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس مخنیوي په موخه يې بشپړ چمتوالی نیولی دی. په کابل کې د بیدارو ځوانانو ټولنیز سازمان د کرونا ویروس په تړاو د عام پوهاوي کمپاین پیل کړی ترڅو خلک د یاد ویروس مخنیوي لپاره همکاري وکړي او خپل ځان له دې ناروغۍ وژغوري. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسانو درملنې لپاره په امریکا کې واکسین جوړ شوی، چې اوس مهال پر ناروغانو د تطبیق په حال کې دی.

افغان حکومت تازه د کرونا د پراختیا مخنیوي لپاره پرېکړه کړې، چې یو لړ مناسبتي، د ودونو مراسم او د هوټلونو ترڅنګ يې حمامونه او سونا حوزونه وتړي په دې اړه ښاروالیو او کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې، چې په دې برخه کې خپل اقدامات ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *