نړیوال خبرونه

د کرونا ویروس پراختیا تر اوسه په خطرناک حد کې نه ده د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې کرونا ویروس تر اوسه په نړۍ کې چټکه او خطرناکه پراختیا نه لري. ددغه سازمان د ساري ناروغیو د برخې مشر په ژنیو کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د نورو نړیوالو ساري ناروغیو په پرتله د کرونا ناروغۍ ځاني زیانونه تر دې دمه کم دي

. د سرچینې په خبره دغه ناروغۍ تر اوسه ۴۲۵ کسه وژلي چې تر ډېره په چین کې دي. همدا راز تر دې دمه ۲۰ زره کسان په دغه ناروغۍ اخته دي. یاد سازمان د چین هڅې یو ځل بیا ستایلې دي چې ددغه ویروس د پراختیا مخه یې ونیوله.

 د روغتیا نړیوال سازمان لا هم بېړنی حالت دوامداره بولي او پر هېوادونو غږ کوي چې ددغه مرض د پراختیا په مخنیوي کې له چین سره همکاري وکړي.

د کرونا ویروس یو شمیرهیوادونو ته رسیدلۍ‎  چی زیاته فیصدي یی په چین هیواد کی شتون لري او لا هم چین کی  بېړنی حالت دوام لري دغه بیړنی حالت به د پوره مخنیوۍپوری دوام ولری

په چین هیواد کی د یادو ویروسو لپاره ډاکټرانو عامو وګړو ته د احتیاتي تدابیرو نیولو لارښونه کړی دوي ته یی د ماسکونو اچولو او په ورځ کی یی ۵ ځل د مخ او لاسونو وينځلو او د بی ځایه ګرځیدلو د  ډډی لارښونه هم کری. د یادونی وړ ده چی په آفغانستان کی هم د کرونا ویروس د مخنيوي لپاره د ډاکټرانو لخوا د احتیات کولو لارښونه شوی او د حکومت لخوا د خارج نه راتلونکی مسافرو د معاینه کولو حکم شوی دی د شک وړ  مسافرو ته د روغتون کی د معاینی امر هم شوی.  

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button