لوبې

د کرکټ اسیايي جام؛ پاکستان له نیپال لومړنۍ لوبه وګټله

نیپال هغه هدف چې پاکستان ورکړی و، پوره نه کړای شو او په لوی توپیر مات شو

د کرېکټ اسیا جام اې ګروپ په لومړنۍ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې په ملتان لوبغالي کې له نیپال لوبډلې د ۲۳۸ منډو په خورا لوی توپیر لوبه وګټله. د نن لوبې ټاس یا پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې یا بېټینګ پرېکړه وکړه.

نور ولولئ: نن د اسیاسي جام یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

د پاکستان له لوري د لوبډلمشر بابر اعظم او افتخار احمد د سلیزو په ګډون نیپال لوبډلې ته د شپږ وېکټو په زیان د ۳۴۳ منډو لوی هدف وټاکه. د نیپال ټوله لوبډله د لوبې په ۲۳ اعشاریه څلورم اوور کې د ۱۰۴ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.

تر ټولو ډېر منډې کوونکی لوبغاړی

د پاکستان له لوري په نړیواله درجه بندۍ کې لومړي ځای لرونکي بابر اعظم له ۱۳۱ توپونو ۱۵۱ منډې تر لاسه کړې او افتخار احمد بیا په یوه ورځنیو لوبو کې خپله لومړنۍ سلیزه له ۷۱ توپونو ترلاسه کړه. افتخار احمد له ۱۰۹ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

د یادونې ده، چې د نننۍ سیالۍ تر نیمايي پورې لوبه د نیپالي بالرانو په کنټرول کې ښکارېده، چې د اته ویشتم اوور تر پایه پاکستان لوبډلې ایله ۱۲۴ منډې کړې وې او څلور وېکټې یې له لاسه ورکړې وې، خو وروسته بابر اعظم او افتخار احمد د منډو انبار جوړ کړ.

د پاکستان له لوري اوپنرانو فخر زمان (۱۴) او امام الحق (۵) په شریکه ایله ۱۹ منډې وکړې. د نیپال له لوري سومپل کامي دوې او کرن کهتري او سندیپ لمیچا یوه، یوه وېکټه ترلاسه کړه.

خو نیپالي لوبغاړو هغه هدف پوره نه کړای شو

نیپال لوبډله بیا د ځوابي لوبې له پیله د ۳۴۳ منډو لوی هدف ته رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ ښکارېده او د ټولټال ۸۲ منډو تر جوړولو وروسته نیمايي لوبډله له میدانه بهر شوې وه.

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

د نیپال له لوري اوپنر کوشال بهرټیل او د ده پر ځای میدان ته راغلی روهیت پوډیل د ټولټال لسو منډو تر سکور پورې له لوبې بهر شول. له دې وروسته هم د نیپال لوبغاړو سوځېدو لړۍ دوام وکړ او یو په بل پسې یې وېکټې وغورځېدې.

د نیپال له لوري سومپل کامي ۲۸ او عارف شېخ ۲۶ تر ټولو ډېرې منډې وکړې. ګلسن جاه ۱۳، دپندرا سینګ درې او کشال مالها بیا یوازې د شپږ منډو له تر لاسه کولو وروسته له لوبې بهر شول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button