لوبې خبرونه

د کرکټ بورډ اجرایه مشر د سریلانکا لپاره د افغان سفیر سره په بیلا بیلو موضوعاتو ناسته وشوه

د ملي کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي ډاکټر حامد شینواري په خپل کاري دفتر کې د سریلانکا لپاره د افغانستان له سفیر ښاغلي محمد اشرف حیدري سره د بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه ناسته ترسره کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي ډاکټر حامد شینواري په خپل کاري دفتر کې د سریلانکا لپاره د افغانستان له سفیر ښاغلي محمد اشرف حیدري سره د بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه ناسته ترسره کړه.د ناستې په پیل کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس حامد شینواري له محمد اشرف حیدري سره د کرکټ اوږدمهاله برنامو، د کرکټ د ودې او پرمختګ او اسیایي هېوادونو سره د ښو اړیکو په اړه خپل مفصل معلومات شریک کړل.

په سریلانکا کې د افغانستان سفیر ښاغلی محمد اشرف حیدري چې د یو شمېر نورو هېوادونو لکه مالدیف، نېپال او بوتان لپاره نا استوګن سفیرهم دی، د افغانستان او سریلانکا کرکټ ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ، د اړیکو پراختیا، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو نړیوالو لوبو، په تخنیکي برخه کې د روزنکو، لوبڅارانو او د کرکټ نورو تخنیکي څانګو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو په اړه خبرې وکړې

20210522 160603

نوموړي د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي حامد شینواري د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان کرکټ په هر افغان حق لري چې ورته خدمت او کار ترسره کړي، نوموړي د پورته ذکر شوو مواردو په اړه ژمنه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس له ښاغلي حیدري څخه مننه وکړه او دواړو مشرانو د یو او بل سره په لازمو همکاریو ټینګار وکړ باید یاده کړو ېښاغلی حامد شینواری تکړه او باستعداده ریس دی نوموړی به وکولی شي چې اینده کې د افغانستان او سریلانکا تر منځ سیریزونه برابر کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button