لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د کرکټ مینه والو ته ښه زېرۍ

د اسټراليا دولت د ورلډ کپ څخه مخکې د کرکټ مينه والو ته ښه زېرى ورکړۍ دۍ،ښايي دغه نړیوال جام په اسټرالیا کې تر سره شي د بازې مینه والو دا ګمان وو چې کېدایشي نړیوال جام ځنډ سره مخ شي او ونشي، خو اوس بازې راپورونه وايي چې احتمال شته چې دغه جام په اسټرالیا کې ترسره شي،

د ميډيا د راپورونوله مخې د اسټراليا حکومت ويلي دي چې د جولاى له مياشتې راهيسې به لوبغالو ته د ١٠ زره کسانو په ورتګ اجازه وي، نړيوال شل اوريز جام بيا د سپتمبر او اکتوبر مياشتو کې په اسټراليا کې پلان شوى دى. د اسټراليا حکومت وايي، په ټولو لوبغالو کې به ټولنيز واټن ساتل کېږي او ٢٥ سلنه مينه وال به وکولاى شي چې لوبغالو ته لاړ شي او له نږدې څخه لوبې وګوري.

د يادولو ده چې له دې مخکې د اسټراليا د لوبو وزير رچرډ کال بېک ويلي و، چې په اسټراليا کې پلان شوى نړيوال شل اوريز جام به په خپل وخت ترسره کوي او هر ډول ترتيبات ورته نيولى شي. نوموړي رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې وضعيت ډېر په چټکۍ سره ښه کېږي او د نړيوال شل اوريز جام ترسره کولو ته هيله من دى، هغه ويلي و چې په لوبغالو کې به محدود شمېر تماشچيان هم پرېږدي.

ټي ټونټي ورلډ کپ چې سږ کال په اسټراليا کې د اکتوبر له ١٨مې بيا د نومبر تر ١٥مې پورې پلان شوى دى، په دې جام کې به ١٦ لوبډلې ګډون کوي، همدا راز د ٢٠٢١ کال نړيوال شل اوريز جام کوربه بيا هند دى.او ښايي دغه سیالۍ په هند کې وشي ځکه ترهغه وخت پورې به د کرونا ویروس له منځه تلۍ وي،

ياده دې وي چې اى سي سي د نړيوال شل اوريز جام ترسره کولو يا نه ترسره کولو په اړه خپله پرېکړه ځنډولې ده، د دې جام په اړه د اى سي سي په راروانه غونډه کې پرېکړه کېږي، چې په راتلونکې مياشت کې به دغه غونډه ترسره شي.

د نورې نړۍ ترڅنګ افغانستان هم ډېر د کرکټ مینه وال لري افغانان هر ورلډ په غټو سکرینونو ګوري دويي په کورونو کې هم څانته ټي وي ګان لګولي دي غټ او واړه ټو ل د کرکټ ننداره کوي که مونږ اوګورو افغانستان کې داخلي ټورنمنټونو کتلو أباره لوبغالو ته زي،

د یادونې وړ ده چې د کرونا ویروس له امله افغانستان کې هم د کرکټ په شمول د نورو لوبو سیالۍ ځنډیدلي دي او ښايي دغه سیالۍ د کرونا ویروس د ختمېدو پورې ترسره نشي افغانستان کې د نورو مقامي ټورنمنټونو ترڅنګ هر کال د شپيګېزې سیالۍ ترسره کيږي کوم چې ځنډ سره مخ دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button