لوبېلوبې خبرونه

د کرکټ نړیوال جام؛ افغان ملي لوبډلې د ۱۴۹ منډو په توپیر نیوزیلنډ ته لوبه وبایلله

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې نیوزیلنډ ته په لوی توپیر خپله لوبه وبایلله او کمزوري لوبه یې وکړه

د نړیوال جام په چوکاټ کې نیوزېلنډ له افغانستانه خپله لوبه د ۱۴۹ منډو په لوی توپیر وګټله او له دې سره یې د نړیوال جام د جدول په سر کې ځای لا پوخ کړ.

نیوزیلنډ د افغان لوبډلې له کمزوري توپ نیونې وروسته افغانستان ته د شپږو لوبغاړو په زیان د ۲۸۹ منډو هدف ټاکلی و.

نور ولولئ: کرېکټ نړيوال جام؛ د افغانستان جادوګر بالینګ انګلستان له پښو واچوه

د دغې هدف په تعقیب د افغانستان پیل ښه نه و بلکې د پیل دواړه لوبغاړي یې په لومړیو لسو اورونو کې یوازې د ۲۸ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.

د افغانستان کمزوري لوبه

دا د دغه هدف پوره کولو لپاره چندنې ښه پیل نه بلل کیږي، په تېره هم چې له دغه کمزوري حالت وروسته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم په نازک حالت کې خپله وېکټه له لاسه ورکړه. هغه په نننۍ لوبه کې یوازې اته منډې وکړې.

له ده وروسته رحمت شاه زرمتي او عظمت الله عمرزي څه ښه ملګرتیا وکړه خو له سلو منډو مخکې عظمت الله عمرزی هم له ۲۷ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

د لوبې تر ۲۷م اوره افغان لوبډلې ۱۰۷ منډې کړې او څلور مهم لوبغاړي یې اوټ شوي دي.

ورپسې هیڅ افغان لوبغاړی په میدان ولاړ پاتې نشو بلکې یوه بل پسې اوټ شول.

نور ولولئ: د کرکټ نړیوال جام؛ هند افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان لخوا تر ټولو ډېرې منډې ۳۶ وې چې رحمت شاه وکړې، اکرام علیخېل او رحمان الله ګوربز چې له انګلنډ سره لوبه کې ښه ځلیدلي وو نن په ترتیب د ۱۹ او ۱۱ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.

افغانستان په ۳۵م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې او دا لوبه یې د ۱۴۹ منډو په توپېر سیالې لوبډلې ته وبایلله. دا د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام کې د نیوزیلنډ سر په سر څلورمه بریا شوه.

د دې لوبې پچه چې افغانستان ګټلې وه لومړۍ یې سیالې لوبډلې ته منډو جوړولو وار ورکړ، وروسته نیوزېلنډ په محتطانه پیل وکړ خو په اخره کې یې زړوره لوبه وکړه.

په لوبه کې د افغان لوبډلې غلطۍ د لوبې د بایللو لامل

یوه وخت افغان بالرانو په ۱۱۰ منډو د نیوزېلنډ ۴ لوبغاړي سوځولي وو او داسې فکر کېده چې نیوزېلنډ به ستر هدف ته پرې نږدي خو د څو کېچونو خطا نیوزېلنډي لوبغاړي زورور کړل او په اخره کې یې د څلوریزو او شپږیزو پر مټ چټکه لوبه وکړه چې یې هدف تر ۲۸۹ ورساوه.

د افغانستان لخوا په منځنیو اورونو کې عظمت الله عمرزي په یوه اوور کې دوه لوبغاړي وسوځول او ورپسې راشد خان هم یوه وېکټه واخېسته.

خو ورپسې پنځمې او شپږمې وېکټې له سلو د ډېر منډو ملګرتیا وکړه او له څو وار چانس وروسته هر یوه پنځوسیزې جوړې کړې.

د نیوزېلنډ لخوا تر ټولو ډېرې منډې ګلېن فېلپس وکړې، هغه په ۷۱ منډو د نوین الحق په بال راشد خان کېچ اوټ کړ.

د نیوزېلنډ ټام لېتن چې په ننۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې لوبډلمشر و د خپل هېواد په ګټه دویمې ډېرې ۶۸ منډې جوړې کړې او په وروستیو کې نوین الحق بولډ اوټ کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button