لوبېلوبې خبرونه

د کرکټ نړیوال جام؛ سری لانکا استرالیا ته خپله دریمه لوبه وبایلله

د داریمه لوبه ده چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې یې سریلانکا خپل حریف ته بایلي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه.

دا په روان نړیوال جام کې د استرالیا درېیمه لوبه او لومړی بری و او د سري‌لانکا درېیمه پرلپسې ماتې وه.

نور ولولئ: کرېکټ نړيوال جام؛ د افغانستان جادوګر بالینګ انګلستان له پښو واچوه

استرالیا خپلې دوې نورې لوبې بایللې دي. په دغه بري سره استرالیا له لسم مقام څخه اتم مقام ته پورته شو.

دا لوبه چېرته وه؟

لوبه د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې۲۳) د هند د لکهنو په ښار کې وه. سري لانکا د نیسکانکا او پرېرا د ۶۱ او ۷۸ منډو په مرسته استرالیا ته د ۲۱۵ منډو هدف وټاکله.

استرالیا د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف په ۳۶ اورونو کې پوره کړ.

د استرالیا دوو لوبغاړ مارش او جاش تر ۵۰-۵۰ ډېرې منډې وکړې. په توپ ‌اچوونکو کې یې بیا ادم زمپا د سري لانکا څلور لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تېره ورځ د افغانستان بریا

د ۲۰۲۳ کار د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان انګلستان په لوی ټوپیر مات کړ

انګلنډ په هغه لوبه کې لومړی لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. افغانستان لوبډلې د ۴۹ اعشاریه پنځه اوورونو له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۸۴ منډې یې وکړې.

په ځواب کې د انګلنډ لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د ۲۱۵ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

نور ولولئ: د کرکټ نړیوال جام؛ هند افغانستان ته ماتې ورکړه

رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه. د لسم اوور تر پایه دې دواړو افغان لوبغاړو په شریکه له هېڅ زیان پرته ۷۰ منډې وکړې. ۲۱ کلن رحمان الله ګوربز د یوولسم اوور په پیل کې خپله پنځوسیزه بشپړه کړه.

د کرکټ په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ د هالنډ او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه ده. جنوبي افریقا خپلې لومړۍ دوې لوبې ګټلې او هالنډ دواړه بایللې دي.

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې لوبېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button