سپورټ

د کرېکټ ستوری راشد خان شپږیزه کې د ګډون په موخه افغانستان ته ستون شو

اړوند خبر: 

کرېکټ؛ ګربز له خپلې لوبډلې سره یو ځای شو

د افغانستان د کرکټ مخکښ ستوری راشد خان د کورني کرکټ څخه د یوې مودې لپاره د لرې پاتې‌کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو ترڅو په شپږیزه لیګ کې برخه واخلي او د سپین غر لوبډلې مشري وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولینو اعلان وکړ، چې د هېواد د ملي لوبډلې پیاوړی مشهور لوبغاړی راشد خان به یو ځل بیا په کورني کرکټ سیالیو کې برخه واخلي.

هغه د لسم پړاو شپږیزې لیګ کې د سپین غر ټیم د مشري مسوولیت په غاړه اخیستی دی. لوبډله به یې نن سهار پنجشنبه د امو نهګنانو لوبډلې په وړاندې سیالۍ ته دوام ورکړي.

د راشد خان کورنیو سیالیو ته راستنېدل د کرکټ مینه‌والو ته نوې هیله راوړې ده، او ډېری یې په دې باور دي چې د هغه شتون کولی شي د سیالۍ کچه لوړه کړي او ځوان لوبغاړو ته ډېر هڅونه ورکړي.

تر راشد وړاندې د ملي لوبډلې نور لوبغاړي لکه، محمد نبي، صدیق اتل او رحمان‌الله ګربز هېواد ته راستانه شوي وو.

باید وویل شي چې د شپږیزه کرکټ لیګ په افغانستان کې د کرکټ یو له خورا مهمو کورني سیالیو څخه دی، چې د هېواد د غوره لوبډلې په ګډون سره ترسره کیږي.

د یادولو ده چې دا سیالۍ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون دمخه د نوي استعدادونو پیژندلو او ملي لوبغاړو چمتو کولو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوي. راشد خان د کرکټ یو نړیوال شخصیت دی چې په معتبرو نړیوالو لیګونو کې یې هم برخه اخیستې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button