نړیوال خبرونه

د کورنیو چارو وزیر:پولیس به نور په مجرمینو او غلو هېڅ رحم ونه کړي

د کورنیو چارو وزیر : پولیس به نور په مجرمینو او غلو هېڅ رحم ونه کړي .کابل او یو شمېر لویو ښارو کې، د غلاوو، هدفي وژنو او جنایي پېښو ډېرېدو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د کابل پولیسو ته حکم کړی چې له دې وروسته دې پرغلو او مجرمینو هېڅ رحم ونکړی

د کورنیو چارو وزیرتیره شپه کابل ښار امنیتي حوزو نه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د کابل امنیتي وضعیت باید بدلون وکړي او د همدې لپاره باید پر مجرمینو او غلو نور هېڅ رحم ونه شي.مسعود اندرابي پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو کولو اجازه ورکړې او وایي، مجرمین نه باید په کابل ښار کې ازاد تګ را تګ وکړي، که مو چې ولیدل ډزې پرې وکړﺉ او ویې ولی.

د دغه وزارت سرپرست داسې مهال د کابل پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو کولو اجازه ورکوي، چې تر بل هر وخت په پلازمېنه کې د هدفي وژنو، غلاوو او جنایي پېښو شمېر اوج ته رسېدلی.او هره ورځ په سلګونه کسانو څخه غلوې لا هم کیږي.اوسمهال باید پولیس په دې اړه جدي اقدامونه وکړي تر څو د کابل خلکو او ښاریانو امنیت ټینګ شي. اودويي په سمه توګه سا تنه وشي.

له کابل وروسته په هرات او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هم وسله والې وژنې او غلاوې زیاتې شوي دي، غله د یو مبایل لپاره ځوانان په مرګ ګواښي او زیات ځوانان یې وژلي هم دي. روانه اوونۍ په کابل ښار کې وسله والو غلو وژنې هم زیاتې کړي.او د عامو وګړو ترڅنګ نور رسمي خلک هم وژني اوځیني ان ترور کوي هم اوس باید دولت دې لپاره کار وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی د غلوو او جنایي جرمونو تورنو کسانو د نیولو په هڅو کې دي او د غلو او هدفي وژنو د وسله والو شبکو ډېر غړي یې نیولي هم دي.او لا هم سرچ عملیات روان دی او دويي کوشش کوي چې نور هم ونیسي.دويي دا هځه هم کوي چې ترور شوي کسان بېرته خپلو کورونو او فامیلونو ته راستانه شي تر څو د دويي خفګان کم شي. او په خوشالی خپل ژوند تېر کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button