نړیوال خبرونه

د ګابن واک پوځیانو لاس کې واخیست

د ګابن یو شمېر پوځیانو اعلان وکړ چې د ګابن جمهوریت واګي د دوی لاس کې دي

د ګابڼ جمهوريت د مرکزي افریقا په لویدیځ کې پروت دی.

دغه پوځيان نن چارشنبه د دغه هېواد د ملي تلویزیون پر پرده راڅرګند شول او دغه اعلان یې وکړ.

دوی وویل چې ګابن کې یې شنبې ورځې د ټاکنو پایلې باطلې کړې چې ولسمشر علي بونګو پکې ګټونکی اعلان شوی و.

تر دې مخکې د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی و، چې ښاغلي بونګو ټاکنې په نږدې دوه پر درې رایو ګټلې دي.

نور ولولئ: امریکايي چارواکي د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ په سویلي افریقا کې له نژادي تبعیض سره ورته بولي

خو اپوزیسیون بیا دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا کوله.

ننګونکي ټانکنې او د اپوزیسیون لانجه

د تېرو ټاکنو په څېر د سږنیو ټاکنو په پروسه کې د ننګونو اندېښنې له وړاندې موجودې وې.

د علي بونګو کورنۍ له څه باندې نیمې پېړۍ (۵۳ کلونو) راهیسې پر ګابن واکمنه ده.

دی په ۲۰۰۹ کال کې د خپل پلار عمر له مېړینې وروسته واک ته ورسېد.

ښاغلی بونګو په ۲۰۱۸ کال کې له مغزي سکتې وروسته د نږدې یوه کال لپاره تر ډېره له عام محضر څنډې ته و.

او دا د دې لامل شو چې د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنې وشي.

تر دې راتلونکی کال پرې ناکامه پوځي کوتا هم شوه، خو بغاوت کوونکي سرتېري زندان ته واستول شول.

ګابن ولسمشر علي بونګو د شنبې ورځې د ټاکنو ګټونکي اعلان شوی و

د ټاکنو د پایلو لغوه کول

د چارشنبې پر ورځ ۱۲ پوځي افسران پر تلویزیون راښکاره شول او اعلان یې وکړ چې د شنبې ورځې ټاکنو پایلې یې لغوه کړې دي.

دوی همدا راز د دغه جمهوریت د ټولو دولتي بنسټونو د منحلېدو اعلان هم وکړ.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

دغو پوځیانو وویل چې تر امر ثاني پورې به د هېواد ټولې پولې هم تړلې وي.

له دغو پوځیانو یوه له ګابن ۲۴ تلویزیوني شبکې اعلان وکړ: “موږ پرېکړه کړې چې د اوسني رژیم په پای ته رسولو سره د سولې دفاع وکړو.”

هغه زیاته کړې دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې د ده په خبره “غیر مسوولانه او نه اټکلېدونکې حکومتولۍ ټولنیز انسجام د بدترېدو خوا ته بیوه” او په پایله کې یې په دغه هېواد کې د ګډوډیو خطر رامنځ ته کېده.

خو تر اوسه د ګابن حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button