د ګمرکونو مسوولینو ته د مالیې وزیر سپارښتنې؛ د خلکو او سوداګرو چارې دې نه ځنډېږي

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د هېواد د ګمرکونو له مسوولینو غوښتي چې له خلکو او سوداګرو سره ښه چلند وکړي او د هغوی چارې له ځنډ پرته ترسره کړي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، اخوند دا څرګندونې د ګمرکونو له مسوولینو سره په یوه انلاین ناسته کې کړې دي.
د ګمرکونو مسوولینو ته د مالیې وزیر سپارښتنې
اخوند د ګمرکونو له مسوولینو غوښتي چې د خپلو دندو پر ترسره کولو جدي تمرکز وکړي او د ګمرکي مالونو د تشریح پر مهال دقت او څارنه زیاته کړي.
په ناسته کې د ګمرکونو او عوایدو معین ملا نعمتالله حسن او د وزارت یو شمېر نور مسوولین هم ګډون درلود.
د ګمرکونو مسوولینو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه
د ګمرکونو او عوایدو معین او د ګمرکونو لوی رئیس هم د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د ګمرکي چارو پر دقیقې څارنې ټینګار کړی دی.
دوی له ولایتي ادارو سره د همغږۍ پر زیاتېدو هم خبرې کړې او د ګمرکونو د چارو د ښه والي لپاره یې مسوولینو ته سپارښتنې کړې دي. د ګمرکونو مسوولینو ته د مالیې وزیر سپارښتنې
د هرات ګمرک رئیس او د ننګرهار مستوفي هم په دې ناسته کې د خپلو ادارو اړوند ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړي دي. د مالیې وزارت د رهبرۍ له لوري د دغو ستونزو د اصولي څېړنې او حل ډاډ ورکړل شوی دی. د ګمرکونو مسوولینو ته د مالیې وزیر سپارښتنې



