کورني خبرونه

د ګوانتانامو اووه کلن بیندیان له زندان ازاد او نن کابل ته ستانه شول

د کوانتانامو اووه کلن بندیان نن سهار کابل ته راورسېدل او طالبانو یې تود هرکلی وکړ

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ګوانتانامو په زندان ګې دوه پخواني افغان بندیان چې نږدې اوه کاله دمخه له دغه زندان څخه د خوشې کیدو وروسته په یو عربي هیواد کې نظربند وو کابل ته رسیدلي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲( سلواغې ۲۳) ویلي چې ملا عبدالظاهر صابراو عبدالکریم نن سهار د فلای دبۍ د هوايي کرښې په یوه الوتنه کې د کابل هوايي ډګر ته رسیدلي دي.

یو بندي د لوګر او بل د خوست دی

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې د ورځې په ماښام د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي و چې، ملا عبدالظاهر صابر د لوګر ولایت د مرکز او عبدالکریم د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي دی.

guantanamo۱
د ګوانتانامو زندانیان چې له خوشي کېدو وروسته نن کابل ته ستانه شوي

د ښاغلي قانع د معلومات له مخې ملا عبدالظاهر صابر د امریکايي ځواکونو له خوا په ۲۰۰۲ کال کې د نیولو وروسته د بګرام هوايي ډګر زندان ته استول شوي وو او په دغه زندان کې د څلورو میاشتو تیرولو وروسته بیا د ګوانتانامو زندان ته انتقال شوی وو.

نور ولولئ:طالبان کابل کې د ‘دیني عالمانو او قومي مشرانو مشورتي’ غونډه جوړوي

نور ولولئ: اسدالله هارون: له کوم جرم پرته پنځلس کاله په ګوانټانامو کې بندي وم

نور ولولئ: ګوانتانامو کې د رمزي بن الشیبه محاکمه ولې وځنډېده؟

همداشان عبدالکریم د ۲۰۰۲ کال د اګست په میاشت کې په پاکستان کې ددغه هیواد امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و چې بیا د ۲۰۰۳ کال په لومړیو کې د ګوانتانامو زندان ته انتقال شوی وو.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې دا دواړه په ۲۰۱۷ کال کې د ګوانتانامو له زندان څخه خوشي شوي واو عمان سلطنت ته د څارنې لپاره سپارل شوي وو.

هغه ویلي:” په عمان کې یې اوه کاله د سفر د اجازې پرته تر څارنې لاندې تیر کړي چې د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د هڅو په پایله کې لګیدلي محدودیتونه رفع شوی دي”.

guantanamo۲
د ګوانتانامو زندان

د کوانتانامو زندان د جوړېدو په اړه

امریکا متحده ایالاتو ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال د نومبرمیاشتې په اومه د پوځي عملیاتود پیل وروسته د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په یوولسمه کیوبا کې د امریکا په بحري اډه کې القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو په تور د نیول شویو کسانو د ساتنې لپاره د ګوانتانامو زندان پرانیستی وو.

په دغه زندان کې یو مهال تر ۸۰۰ پورې بندیان د سختو امنیتي شرایطو لاندې ساتل کیدل، خو د راپورونو له مخې اوس په دغه زندان کې یوازې ۳۰ تنه پاتې دي.

په یاد زندان کې د طالبانو اوسني اکثره لوړ پوړي چارواکو زنداني وو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button