نړیوال خبرونه

د یونان ځنګلي اور کې د ۱۸ کډوالو سوزېدلي جسدونه موندل شوي دي

د اور وژنې چارواکي وايي، د یونان ځنګلي اور کې د سوزېدلو کډوالو جسدونه یې موندلي

د اېوروس په نوم د یونان دغه ځنګلي سیمه چې مړي پکې موندل شوي، د ترکیې له پولې ډېر واټن نه لري.

د سې شنبې پر ورځ د یونان په دغو سیمو کې تودوخه د سانتیګراد ۴۰ درجو ته رسېده، او ورسره ملو بادونو د لګېدلو اورونو کنټرول سخت کړی دی.

باور دا دی چې د دغو اور لګېدونو لومړنی پېژندل شوی قرباني به هم چې جسد یې تر دوی مخکې موندل شوی و،کډوال وي.

نور ولولئ: اسپانیا کې اورلګېدنه؛ زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي

د دغو اتلسو کسانو مړي سې شنبه اوانتاس کلي ته نږدې په یوه سوځېدلې کوډله کې وموندل شول.

احتمال دادی چې دا به ناقانونه کډوال وي

د اور وژنې خداماتو ادارې ویاند ېیانیس ارتوپیوس ویلي، په دې اړه څېړنه کېږي چې قربانیان به کډوال او په ناقانونه توګه یونان ته ور اوښتي وي.

د دغو کسانو د کډوالۍ احتمال ځکه ډېر دی، چې د شاوخوا کلیو په ځايي اوسېدونکو کې د چا د بې درکۍ خبر نه دی ورکړ شوی.

اېوروس سیمه د اسیا او منځني‌ ختیځ هېوادونو کډوالو لپاره چې له ترکیې د اروپايي ټولنې غړو ته د رسېدو په تکل وځي، مشهوره لار ده.

دغه کډوال همداراز پر ورڅېرمه دادیا ځنګله هم تېرېږي.

روغتون ته د تخلیې امر

په الکساندروپولېس ښار کې هم یوه ځايي روغتون ته د تخلیې امر شوی دی. آن نوي زېږېدلي ماشومان او د عاجلې خونې ناورغان یې هم د بېړیو نږدې بندر ته ایستل شوي دي.

د یونان د اور وژنې خدماتو اداره وایي،‌ دې سیمه کې یې موبایل تلېفونونو ته د بېړني حالت پیغام استولی دی.

نور ولولئ: د مدیترانې ځنګلونو کې لګېدلی اور؛ په زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي

په دوی کې هغه موبایلونه هم شامل دي چې بهرني سیم‌کارتونه او شبکې پکې فعالې دي.

له دې سره د کډوالو یوه مرستندیه بنسټ ویلي چې دوی له یو شمېر کډوالو سره په اړیکه کې دي او دا چې دغه کډوال له ځنکلي اوره خوندیتوب لپاره مرستې ته اړتیا لري.

یوه نهه کسیزه ډله وار له مخه له دغو ځنګلونو اوښتې او دوه نورې ډلې چې ټولټال ۲۵۰ کسان پکې دي، د اېوروس سیند په دوو ټاپوګانو کې ایسارې پاتې دي.

د رسمي شمېرو له مخې دغو اورلګېدنو تېرې درې ورځې یوازې په اېوروس کې له ۳۸۰ هکتاره ډېره سیمه سېځلې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button