ځایی

د یوې خبریالې په نوم د جعلي اکونټونو پرسر ناندرۍ

یوه افغان خبریاله وايي چې د هغې په نوم ډېر جعلي اکاونټونه جوړ شوې او د تبلیغاتو په برخه کې ترې کار اخیستل کېږي

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو منتقدین وايي چې دا کار د طالبانو د تبليغاتي ډلې دی، ځکه دوی هر وخت د ښځو په نوم له جعلي اکاونټونو ګټه پورته کوي.

د کندهار ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور رئیس هم د حسیبه اټکپال په نوم چې خبریاله ده، جعلي اکاونټ جوړ کړی و، چې وروسته بیا ورپسې افشا کړل شو.

د جعلي اکاونټونو په اړه سونیا نیازۍ وضاحت

نن افغان خبریالې سونیا نیازۍ، چې په نوم یې پر ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر اکونټونه له وروستیو راهیسې ناندریز شوي، د دغو اکونټونو په اړه وضاحت ورکړ.

هغې په یوه ویډیویي پيغام کې پرته له دې، چې کوم مشخص لوري ته اشاره ولري؛ وویل: زما په نوم ان وریفای شوي اکونټونه جوړ شوي، چې له اصلي اکونټ څخه مې زیات څارونکي لري او د تبلیغاتي هڅو او افرادو د تخریب لپاره استفاده کیږي.

نور ولولئ: د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

نور ولولئ: له کوره لرې د کور موندنه: په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو حالت

نیازۍ زیاته کړې، چې دا پخوا هم یوه خبریاله وه او اوس هم د یوې خبریالې په توګه یوازې بې طرفانه اطلاع رسولو او ژورنالېستیکو هڅو ته کار کوي.

د طالبانو یو شمېر منتقدانو بیا د دوی تبلیغاتي دستګاه تورنه کړه، چې د جعلي خبرونو د خپرولو او خپلو مخالفانو د تخریب لپاره یې په پراخه کچه د جعلي اکونټونو جوړولو ته مخه کړې ده.

sonia11

د طالبانو منتقدین

افغان خبریال ظاهر څراغ د سونیا نیازۍ له پیغام خپرولو سره لیکلي:ما په وار وار ملګرو ته ویل چې دا ږیرور (جعلي اکونټ) د ټالب ادارې غړی دی او د یوې ریښتینې خبریالې له نومه ناوړه ګټه اخلي.

د طالبانو یو شمېر تبلیغاتي مبلغین تر دې مخکې هم د ځینو اسنادو له خپرېدو سره تورن شوي وو، چې د ښځینه خبریالانو په نومونو جعلي اکونټونه جوړوي او ورڅخه د تبلیغاتو تر څنګ نورې ناوړه استفادې کوي، خو طالب پلویانو دا ادعاوې رد کړې وې.

له دې سره سره ځینې طالبان هم نیول شوي چې دا ډول جعلي اکاونټونه یې کارول، خو له نیول کېدو سره سره بیا هم دوی ته کومه سزا نه ده ورکړل شوي چې خلکو ته دې ښکاره وي.

د طالبانو منتقدین وايي چې د طالبانو ډله د ځان په ګټه زیاتره جعلي اکونټونه کاروي تر څو خلک ورباندې باور وکړي او خبره یې ومنل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button