د یو عجیبې الوتکې په اړه ولولی

ځړول شوی:اگست 10, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د پاریس او مونټریال ترمنځ په 3 ساعتونو کې الوتنه وکړئ

د بوم سوپر سونیک شرکت وايي، د غږ نه لوړ سرعت درلودنکې “ اورچر”   الوتکه چې په ۲۰۲۴ کال کې به بازار ته وړاندې شي، د پاریس او مونترال تر منځ فاصله کولای شي په ۳ ساعتونو او ۴۵ دقیقو کې پای ته ورسوي.

د اورچر په نوم نوی ډول الوتکه

د بوم سونیک شرکت د دغه نوي ډول الوتکه چې اورچر نومیږي په اړه یې وايي: چې دغه الوتکه به په تجارتي برخو سربېره د امریکا د فوج لپاره هم استعمالیږي. بوم سونیک شرکت وايي: د دوی دغه نوي ډول الوتکه به وکولای شي، ډېر اړین او حیاتي ماموریتونه ترسره کړي، د دوی په وینا دا الوتکه د دې وړتیا لري چې افراد او وسایل د غږ څخه په ډېر سرعت انتقال کړي د اضطراري تخلیې او طبیعي پېښو په وخت کې به ډېره ګټوره ثابته شي.

نور یی ولوله | د افغانستان روبوټ جوړونکو ټیم قطر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي

نور یی ولوله | په عربي امارتو کې د چلونکې پرته موټر پیلیږي

دغه اورچر الوتکه چې انتظار ورته کیږي، د دې توانايي به لري چې په ۳ ساعتونو او ۴۵ دقیقو کې له پاریس څخه تر مونترال پورې فاصله لنډه کړي، په داسې حال کې چې د اوسنۍ الوتکې کولای شي چې دا فاصله تقریبا په ۷ ساعتونو او ۱۵ دقیقو کې پای ته ورسوي.

دغه اورچر الوتکه داسې ډېزاین شوې ده چې د سر برخې ضخامت یې د شاتنې برخې په نسبت ډېر دی. د بوم سونیک د طراحانو په وینا؛ دا ډول ډيزاین د هوا اصطکاک تر ټولو کمې کچې ته رسوي او دا د دې سبب ګرځي چې سوخت مواد کم مصرف شي. دغه الوتکې کې څلور انجینونه نصب شوي ، چې له امله یې کولای شي دا اورچر الوتکه د سمندر پر سر د الوتنې وخت کې په ساعت کې (۲۰۹۹ کیلومتره) فاصله لنډه کړي او د وچې پر سر په ساعت کې لږ څه کم یعنی ( ۱۲۳۴ کیلومتره) لار ووهي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.