لوبېلوبې خبرونه

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله هند ته وخوځېده

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام کې د ګډون په موخه افغان لوبډله هند ته روانه شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، افغان لوبډله د روان کال نړیوال جام سیالیو لپاره هند ته روانه شوې ده.

د کرېکټ بورډ په وینا، افغان لوبغاړي عربي متحده اماراتو کې له لس ورځني تمرین وروسته نن ماښام نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته روان شوي.

نور ولولئ: افغان لوبډله د کرکټ له اسیا کپ سیالیو بهر شوه

بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه د لوبغاړو ځینې انځورونه هم خپاره کړي، چې د خدای پامانۍ لپاره راټول شوي وو.

په غونډه کې د لوبغاړو تر څنګ د کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف هم ګډون کړی و.

افغان ملت له دوی تمې لري چې ښه وځلېږي

کرېکټ بورډ د ښاغلي اشرف له قوله لیکلي چې غونډه کې یې لوبغاړو ته ویلي:” افغان ولس له تاسې ډېرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ وبښئ.”

داسې حال کې چې افغان لوبډله د سیالیو لپاره هند ته پر لار ده، خو د پاکستاني رسنیو له قوله ویل شوي و چې، هند د پاکستان کرېکټ لوبغاړو ته په ټاکلي وخت ویزې نه دي ورکړې او له دې کبله به لوبډله په څه ځنډ هند ته د نړیوال جام په موخه خپل سفر پیلوي.

د معلوماتو له مخې له لومړي سره پلان و چې پاکستان به له نړیوال جامه نږدې لس ورځې مخکې د سپتمبر ۲۵مه (دوشنبې ورځ) هند ته روانېږي، خو ویزه کې د رامنځته شوې ستونزې له امله اوس دا سفر ۲۷مې نېې ته ځنډیدلی.

د یادو سیالیو پیل

د کرېکټ نړیوالې شورا “ای سي سي” له خوا اعلان شوي مهالوېش له مخې د نړیوال جام لوبې به د اکټوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان په ګډون د لسو لوبډلو تر منځ دا سیالۍ به د نومبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې روانې وي.

نور ولولئ: افغان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

د اعلان شوي مهال وېش له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۷مه له بنګله دېش سره کوي، خو له هغې مخکې له شري لنکا او سویلي افریقا سره دوه تمریناتي سیالۍ هم لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو راتلونکي نړیوال جام لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړی چې په کې لږ تر لږه درې چټک توپ اچونکي هم غوره شوې دي. ددې تر څنګ افغانان هيله لري چې په دې سیالیو کې افغان لوبډله ښه وځلېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button