لوبې خبرونه

د ۲۰۲۴ شل‌اوریز نړیوال جام؛ افغان لوبډلې خپله ۴مه لوبه وبایلله

د ۲۰۲۴ شل‌اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډلې د ویسټ اینډیز پر وړاندې خپله ۴مه لوبه وبایلله

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دغه لوبه د ۱۰۴ منډو په توپیر د ویسټ اینډیز لوبډلې پر وړاندې وبایلله او بریا د ویسټ اینډیز لوبډلې شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دا لومړی ځل دی چې افغان اتلان په وروستۍ لوبه کې له ماتې سره مخامخېږي.

د توپوهنې پچه افغان لوبډلې وګټله

افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

وېسټ انډیز لوبډلې د افغان اتلانو پر وړاندې ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ۲۱۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې دغه هدف پوره نه کړای شو.

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

نور ولولئ:  افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

د افغان لوبډلې په ګټه ګلبدین نایب ۲، نوین الحق او عظمت الله عمرزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

لومړۍ ویکټه د عظمت الله عمرزي په نوم ثبت شوه او د سیالې لوبډلې لومړی توپوهونکی یې له ډګره بهر کړ.

د افغان لوبډلو په زړه پورې لوبه

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په نړیوالو سیالیو کې ۳۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

نوموړي په خپله ۸۷مه پاڼۍ کې د ۶ سلیزو او ۱۸ نیمه سلیزو پر مټ د ۳۸.۹۰ منډو په اوسط سره ۳۰۰۰ منډې پوره کړې او ۷م افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

afghan (43)
د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه

په لومړۍ توپ اچونه کې ګلبدین نایب په نړیوالو سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې.

نوموړي په ۱۱۷ پاڼیو کې د توپ اچونې له ۳۲،۱۶ اوسط‌سره ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې او پّ ټوله کې پنځم افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهوننکی رحمن الله ګربز د افغانستان لپاره سلمه نړیواله لوبه کوي او تر دې مهاله یې یوه ټېسټ، ۴۰ یو ورځنۍ او ۹۵ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي.

نوموړي په پوره ۱۰۰ پاڼیو کې د ۷ سلیزو او ۱۴ نیمه‌سلیزو پر مټ د ۳۰،۹۱ منډو په اوسط‌سره ۳۰۶۱ منډې جوړې کړې دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې پي این جي، نوزیلنډ او یوه بله لوبډله له ماتې سره مخامخ کړي وه.

افغان لوبډلې په ۵۰اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته هم ماته ورکړي وه. په شل اوزیر نړیوال جام کې هم افغان لوبډله ښه وځلېده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button