لوبې خبرونه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ د یو ورځنیو لوبو سریز وګاټه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ د یو ورځنیو لوبو سریز په خپل نوم کړ

افغانستان څو سریزونه او ټېسټ لوبې سر په سر وبایللې، خو په دې وروستیو کې ایرلنډ مات او سریز یې په خپل نوم کړ.

د متحدو عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه افغانستان د ۱۱۷ منډو په لوی توپیر وګټله.

له دې بریا سره افغانستان له ایرلنډ سره د درې یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم د صفر په مقابل کې په دوو بریاوو سره وګټله. افغانستان نن لومړی لوبه وکړه او ایرلنډ ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه. په ځوابي لوبه کې د ایرلنډ ټوله لوبډله د ۱۱۹ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.

cricket (1)
رحمن الله ګربز ددغه سریز غوره لوبغاړی شو.

د کومو لوبغاړو غوره لوبې لوبډله بریا ته ورسوله؟

د افغانستان نننۍ بریا تر ډېره حده د تجربه کار محمد نبي د غوره بالینګ له کبله وه، چې ایله ۱۷ منډې یې ورکړې او پنځه وېکټې یې ترلاسه کړې.

دویم ځای ننګیال خروټي درلود، چې ۳۰ منډې یې ورکړې او څلور وېکټې یې ترلاسه کړې. محمد نبي د نن ورځې غوره لوبغاړی او رحمان الله ګوربز د لوبلړۍ غوره لوبغاړی وبلل شو.

نور ولولئ:  افغان کرکټ ملي لوبډلې دویمه ۵۰اوریزه لوبه هم سري لنکا ته وبایلله

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډلې سري لنکا ته په دریمه ۲۰اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د دې لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د ټولو ۵۰ اورونو له لوبې وروسته خپلې نهه وېکټې له لاسه ورکړې او ۲۳۶ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر حشمت شهیدي تر ټولو ډېرې ۶۹ منډې وکړې رحمان الله ګوربز ۵۱ او محمد نبي ۴۸ منډې وکړې.

په یاده لوبه کې نویو لوبغاړو ته موقع ورکړل شوي وه

نننۍ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې دوه بدلونونه راوستل شوي وو او ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو موکه ورکړ شوه. په نننۍ لوبډله کې حشمت شهیدي، رحمت شاه زرمتی، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ننګیال خروټی، نوید ځدراڼ، فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر شامل وو. دا ملي لوبډلې لپاره د نوید ځدراڼ او ننګیال خروټی لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ده. الله محمد غضنفر هم تازه له ملي لوبډلې سره یو ځای شوی او دا یې دویمه لوبه ده.

ددې سریز لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د ۳۵ منډو په توپیر ګټلي وه او دویمه لوبه د باران له امله ونه شوه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button