نړیوال خبرونه

د ۴۰۰طالب بندیانو په اړه د لوېې جرګې پرېکړه

پرون پیل شوې لوېې جرګې پرېکړه کړې چې ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشې شي په کابل کې پيل شوې درې ورځنۍ لويې مشورتي جرګې نن په دويمه ورځ تصمیم ونیوه چې د سولې لپاره دې ٤٠٠ طالب بنديان په مشروط ډول له زندان نه ازادشي ، دويي وايي چې دې پرېکړې سره به خپلمنځي خبرو ته هم لاره هواره شي،

یاده لويه مشورتي جرګه چې پرون په پلازمینه کابل کې شروع شوې ده، ويل کېږي چې ٣٢٠٠ کسانو پکې ګډون کړى دى چې له دې ډلې څخه يې ٧٠٠ ښځېنه غړې هم وې، د جرګې د افتتاحیه تقریب په وخت کې جمهور ریس غني جرګې ته وېنا لرله او وې ويل چې هغه دا واک نه لري چې دا ٤٠٠ طالب بنديان ازاد اعلان کړي او ټول واک يې د جرګې برخوالو ته ورکړو، چې په دې اړه دې خپل تصمیم ونیسي،

جمهور ریس غني وویل ، چې هغه د تېرې لويې جرګې، چې د سولې د خبرو او تګلارې لپاره غوښتل شوې وه، پرېکړې يې تر ډېره عملي کړې دي او د دې لويې جرګې پرېکړې به هم پلي شي، د یادې جرګې ریاست مخکې د استاد عبدالرب سياف په غاړه وه، خو هغه اوله ورځ د لويې جرګي مشري د سولې ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته وسپارله او د مشرۍ په چوکۍ يې معریفي کړ،

بلخوا بیا د سولې مشورتي لويې جرګې کمېټو خپل کارونه نن بشپړ کړل او د دويمې ورځې په اخېر کې يې د يادې جرګې کمېټو خپلې پرېکړې هم اعلان کړې.او د تصمیم په اړه خپل نظرونه شریک کړل اوس باید ټولې خواوې دا پرېکړه ومني او د سولې لپاره پر لارو باندې نظرونه وړاندې کړي،

دیادونې وړ ده چې په دې پرېکړو کې ويل شوي دي، چې حکومت دې ٤٠٠ طالب بنديان خوشې کړي، تر څو بېن الافغاني مذاکراتو ته هېڅ پلمه پاتې نه شي. همدا راز داهم غښتل شوې ده چې سولې ته د رسېدو لپاره دې دواړه لوري نرمښت وښيي او د طالب بنديانو له خوشې کېدو سره سم دې دواړه خواوې اوربند اعلان کړي، بېن الافغاني مذاکرات دې ژر تر ژره پيل شي او دا مذاکرات بايد په افغانستان کې پیل شي،

د ۴۰۰طالب بندیانو په اړه د لوېې جرګې پرېکړه
د ۴۰۰طالب بندیانو په اړه د لوېې جرګې پرېکړه

اوس وخت د دې رارسېدلې دی چې باید ټول سیاسیون نړیواله ټولنه او ښکېل ملکونه په دې باندې کار وکړي چې څنګه افغنستان یو پایداره سولې ته ورسوي ځکه افغانستان د ډېروخت راهیسې په جګړو اخته دی او که دا شته فرصت هم له لاسه ورکړو نو دا یوه لویه ضایعه وي د افغانستان لپاره، سیاسیون باید د بل هر څه نه زیات د هېوادته ژمن اووسي او خپل شخصي ګټو پرځاۍ د افغانستان ګټو لپاره کار وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button