د (PSL) پرونی لوبه د کرونا له امله وځنډېده

د (PSL) پرونی لوبه د کرونا له امله ختمه شوه.د پاکستان سوپر ليګ کې د پرونی لوبې څخه مخکې د فواد احمد د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى، چې له امله يې نننۍ لوبه هم ځنډېدلې ده، چې د ٦:٣٠ بجې پر ځاى به ٨:٣٠ بجې پيل شوه.
د (ISPN) کريک انفو په وېنا، د اسلام اباد يونايټيډ او کوټې ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه ځنډېدلې ده، ځکه د لوبې له پيلېدو څخه وړاندې د فواد احمد د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى.اوله همدې امله دغه لوبه وځنډېده.او بغیر د نتیجه نه دغه لوبه لغوه شوه او پیل نشوه.خو لا هم مالومه نده چې د دې لوبې به څنګه چل کیږي او نتیجه به ېې څه وي.
ښاغلی فواد احمد چې د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې سره لوبېده، دوه ورځې مخکې پکې د کورونا نښې راښکاره شوې وې، خو هغه کرنټين شوى و، د اسلام اباد د نورو ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه منفي راغلي دي.خو له ویرې له امله دا بوبه وځنډېده او هیڅ پیل نشوه.دا د دې لپاره هم وځنډېده چې دا یوه بله ویره هم وه چې تماشیان به کرونا ونیسي او مرض به نور هم زیات شي.

هېره دې نه وي چې د پاکستان سوپر ليګ (PSL) لپاره حکومت د ٢٠ سلنه تماشچيانو لوبغالو ته د ورپرېښودو اجازه ورکړې وه، خو تېره ورځ يې دا کچه پنځوس سلنې ته پورته کړه.او خلک ېې ډېر ورپریښودل.خو اوس چې د کرونا ویروس ټېسټ مثبت راغی نو اوس به ېې بیا کچه راټيټه شي.
د (PSL) پاکستان سوپر ليګ تېر پړاو وروستۍ سيالۍ هم د کورونا له امله ځنډېدلې وې.پي ایس ایل چې یو وخت کې ېې اوازه وه چې سږ کال د کرونا له امله ترسره نشي.خو اوسمهال چې د کرونا ویروس کچه راکمه شوه نو اوس ېې بیرته پیل کړه او عامو وګړو ته ېې هم اجازه ورکړه چې تماشه ېې وکړي.