سیمه ییز خبرونه

ذبیح الله مجاهد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې پای ته رسېدلې

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې پای موندلی دی

کله چې پاکستان تېره ورځ په پکتیکا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه وکړل، نو طالبانو چټک غبرګون وښود او د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستان پرتې پوستې یې په نښه او هغې خواته یې د سر او مال زیانونه واړول.

تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) وویل چې په افغانستان باندې د پاکستان له هوايي برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې سرحدي جګړه اوس بنده شوې ده.

ښاغلي مجاهد فرانس پرس اژانس ته وویل: «وضعیت ارام شوی دی او جګړه بنده شوې ده.»

mujahid
د طالبانو او پاکستاني پوځ پر پوله ګډ انځور

پاکستان په هوايي بمبار کې ښځې او ماشومان وژل شوي

پاکستان تېره ورځ د افغانستان په خوست او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل. اسلام اباد وايي په دغو بریدونو کې یې هغه اورپکي په نښه کړي چې په ادعا یې په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې دخېل وو. خو طالبان وایي چې په بریدونو کې اته ولسي خلک وژل شوي چې ښځې او ماشومان دي.

نور ولولئ:  له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

نور ولولئ:  تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

نور ولولئ: پر افغان خاوره د پاکستان برید او د طالبانو چټګ غبرګون

د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کوي چې د پاکستان د بریدونو ځواب یې په بریدونو ورکړی او د پاکستان د پوځ سرحدي پوستې یې په «درنو وسلو» وېشتي دي.

د کرم په ولسوالۍ کې د پاکستان د پولیسو یو مقام، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي دي چې طالبانو د توغندیو ډزې پرې کړې دي.

هغه وویل: «په دغو بریدونو کې درې پوستې او د ولسي خلکو پنځه کورونه لږ زیانمن شوي دي. نهه تنه ژوبل شوي چې څلور یې امنیتي پرسونل دي.»

تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

پاکستاني لوري هم منلي چې جګړه درېدلي

دغه پولیس مقام ویلي دي چې اوس جګړه ارامه شوې ده او ځواکونو یې ځانونه بېرته مجهز او سنبال کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د دواړو خواو ترمنځ سرحدي شخړې زیاتې شوي دي. اسلام اباد افغان طالبان تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې ځای ورکړی او هغوی له افغانستان څخه په پاکستان کې د بریدونو تابیا نیسي، خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي.

د پاکستان په مقابل کې د طالبانو وروستي عکس العمل ته بېلابېل غبرګونونه ښوول شوي دي. مثلاً: څوک وايي، طالبانو پر ځای غبرګون وښود، خو ځینې نور بیا وايي، افغانستان په هغه حالت کې نه دی چې د ګاونډیو په مقابل کې جبهه‌یي جنګ وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button