نړیوال خبرونه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه د IDLG ادارې په پشنهاداو د جمهور ریس غني دحکم په اساس رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت لپاره نوې مرستیاله وټاکل شوه، رابعه د دې نه وړاندې د کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته نومانده وه،

دIDLG ادارې وياند سيد شاه سقيم په خپل ټويټر کې هم يو ټویټ کړی او ليکلي يې دي چې رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت د مرستيالې په توګه ګمارل شوې ده.په لوګر کې د مرستيالې والي په اړه د ولسمشر د وعدې، د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ۸۲۸ شمېرې حکم په اساس، رابعه ستانکزۍ د لوګر مرستياله والي وټاکل شوه.رابعه ستانکزۍ چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د کابل ولايت څخه ولسي جرګې ته نومانده وه، د کمو رايو ترلاسه کولو له امله ولسي جرګې ته بريالۍ نه شوه.

دا باید یاده کړوچې تېره ورځ د ریس جمهور غني په مشرۍ کې کابينې پرېکړه کړې وه، چې د هېواد ټولو ٣٤ ولايتونو ته به يوه يوه ښځينه مرستياله هم وټاکل شي.دا پرېکړه کابينې وروسته له هغې وکړه چې د ښځو چارو وزارت سرپرستې کابينې ته وړانديز وکړ، چې ښځو ته دې په حکومتولۍ کې د برخې ورکولو لپاره دا کار وشي.

رچینۍ وايي چې کابينې له دې امله پرېکړه وکړه چې د هر ولايت والي ته يوه ښځينه مرستياله وټاکي، تر څو نه يوازې دا چې په حکومت کې ښځو ته پراخه برخه ورکړل شي ، بلکې په سيمه ييزه حکومتولۍ کې ښځې کار وکړي او د ښځو د ستونزو لپاره ځانګړي ګامونه پورته شي.د کابينې دغه پرېکړه په هېواد کې نه يوازې دا چې ښځو وستايله، بلکې هغه ټولنې چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، دا پرېکړه ېې د ستایلو وړ وبلله،

د یادونې وړده چې ولسمشر غني د دې وړاندې هم په تېره دوره کې ښځو ته زیاته ونډه ورکړې ده په ډېرو وزارتونو کې ښځینه مرستیالانې هم وګمارلې که مونږ اوګور نه صرف ملکي برخه کې ګمارلې بلکه نظامي برخه کې هم ښځو ته ونډه ورکړې ده دا اقدام په سوشل ميديا کې ستایل شوۍ دۍ او بازې خلکو بیا په نيوکې کړي دي ، ولسمشر غني باندې په دې مورد کې سخت نیوکو سره هم مخ دۍ،

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه
رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

دولت باید د ښځو د ګمارنو په برخه کې بازې شیان په نظر کې ونیسي تذرڅو د افغان ګلتور او قانون پکې د خپو لاندې نشي په ولایاتو کې باید داسې مرستیالانې وګمارل شي چې با استعداده تعلیم یافته او افغان کلتور نه با خبره ښځه وي باید هر ولایت ته د خپل ولایت خلک وګارل شي که د بل ولایت هم وي خو چې د دغه ولایت په اصولو باندې پوه وي او ولایت کې ورته په اینده کې بېښې نشي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button