افغانستاننړۍ

رابعه نسیمي د لندن په سیمه‌ییزو ټاکنو کې بریالۍ شوه

افغان الاصله بریتانیا مېشتې رابعه نسیمي د لندن په لوېدیځ کې د «ایسټ اکتون» د سیمه‌ییزې شورا په ټاکنو کې بریا خپله کړې ده.

رابعه نسیمي د ښار شورا څوکۍ وګټله

نوموړې د بریټانیا د کارګر ګوند له لوري دغو ټاکنو ته نومانده وه او د ۱۲۰۷ رأیو په ترلاسه کولو سره یې د ښار شورا څوکۍ وګټله. نوموړې د بریالي شویو درېیو نوماندانو له ډلې دویمه راغلې ده.

98461769 22810138 1988428788113170 1286287553 o.jpg

د بریټانیا سیمه‌ییزې ټاکنې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې، چې پکې د کارګر ګوند په لندن کې ګڼې څوکۍ خپلې کړې، خو په ځینو نورو سیمو کې یې سیالي بایللې ده.

رابعه نسیمي؛ له افغانستانه تر بریتانیا د سیاسي حضور سفر

رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه بریټانیا ته کډه شوې وه. هغې د ټولن‌پوهنې، بشري حقونو او کډوالۍ په برخو کې تر دوکتورا پورې زده‌کړې کړې دي او د کمبریج پوهنتون فارغه ده.

bachelor comptabilite ihecf rennes.png

د نوموړې مېړه سهراب سیرت هم پر خپلې فېسبوکپاڼې د دې بریا مبارکي ورکړې او دا یې د افغانانو لپاره د ویاړ خبره بللې ده.

د رابعه نسیمي بریا داسې مهال مهمه بلل کېږي چې په وروستیو کلونو کې په بریټانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو کې د افغان کډوالو حضور په سیاسي او ټولنیزو برخو کې زیات شوی دی.

IMG 4353 880x462 2

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button