راتلونکی نړیوال جام او د پاکستان لپاره چلنجونه

راتلونکي نړیوال جام او د پاکستان لپاره چلنجونه.کله چې په کرکټ کې د پاکستانۍ لوبډلې خبره کيده نو ورسره جوخت به یې د سرسختې سيالې هندۍ لوبډلې نوم ياديده.
انډیا او پاکستان د کرکټ په ډګر يو د بل رقيبان دي، دواړه لوبډلې په نړيوالو جامونو کې دولس ځلې مخ شوي او دولس ټولې لوبې هند ګټلي دي.پاکستان د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام پيل دا ځل له همدې رقيبې هندۍ لوبډلې سره په لوبه کوي او خپله لومړۍ لوبه کې به د يادې لوبډلې په وړاندې د اکتوبر په ۲۴ نيټه دوبۍ کې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

په نړيوال جام کې د پاکستان دويمه لوبه له نيوزيلينډ سره ده، هغه لوبډله چې تر پرون يوې بجې پورې په پاکستانيو مينه والو ګرانه لوبډله وه او کله هم دا فکر نه کيده چې د پاکستانۍ لوبډلې سرسخته سياله به اووسي.
تېره ورځ د پاکستان سره د لوبو له لغوه کولو وروسته نيوزيلينډۍ لوبډله د پاکستاني مينه والو او لوبغاړو له پامه توره شوې او د يادې لوبډلې په وړاندې د اکتوبر په ۲۶ نيټه لوبه به هم لکه د هند او پاکستان له هيجان او جذبو ډکه وي.
پاکستانۍ لوبډله د نړيوال جام دريمه لوبه کې له افغانستان سره مخ کيږي او اوسنيو حالاتو او د دواړو هيوادونو تېرو لوبو ته په کتو باور دا دی چې دا لوبه به هم خورا په زړه پورې وي.