راستانه شوي کډوال؛ یوازې په دوو ورځو کې تر ۱۲ زره ډېر افغانان هېواد ته ستانه کړل شول

د راستانه شويو کډوالو شمېر لا هم په چټکۍ لوړېږي؛ د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران اوراستانه شوي کډوال؛ پاکستان څخه ۱۲ زره او ۵۹۵ افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د شمېرو له مخې، یوازې د چهارشنبې په ورځ ۶ زره او ۸۱۴ افغان وګړي د سرحدي لارو له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
راستانه شوي کډوال؛ راستانه شوي کډوال له بېلابېلو سرحدي لارو هېواد ته داخل شوي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دغه راستانه شوي کډوال د هرات د اسلامقلعه، د نیمروز د پلابریشم، د کندهار د سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو افغانستان ته راغلي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو دوو ورځو کې ۲۳۵۴ کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.
چارواکي وایي، یوازې د چهارشنبې په ورځ ۱۲۷۷ کورنۍ، چې ۶۸۱۵ کسان پکې شامل وو، هېواد ته راستانه شوي دي. تر دې یوه ورځ وړاندې هم ۱۰۷۷ کورنۍ، چې ۵۷۸۱ کسان پکې شامل وو، له ایران او پاکستان څخه ایستل شوې وې.
د راستانه شويو کډوالو ستونزې لا هم زیاتې دي
راپورونه ښيي، ډېری راستانه شوي کډوال د استوګنې، کار، روغتیايي خدماتو او لومړنیو بشري مرستو له کمښت سره مخ دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، یو شمېر کورنیو ته په سرحدي سیمو کې خوراکي، روغتیايي او عاجلې مرستې هم برابرې شوې دي، خو د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره د مرستو اړتیا هم پراخه شوې ده.
ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی
ایران او پاکستان، چې له کلونو راهیسې یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربهتوب کړی، په وروستیو میاشتو کې د افغان مهاجرینو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د راپورونو له مخې، هره ورځ زرګونه افغانان د تورخم، سپینبولدک، اسلامقلعه او پلابریشم له لارو بېرته افغانستان ته راستانه کېږي.
کارپوهان وایي، د راستانه شويو کډوالو د شمېر دوامدار زیاتوالی کولای شي پر اقتصادي وضعیت، کارموندنې، عامه خدماتو او بشري مرستو لا ډېر فشار وارد کړي.



