لوبې

راشد خان له دوبۍ نه لندن ته لاړ

راشد خان له دوبۍ نه لندن ته تللی دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان له دوبۍ څخه لندن (انګلستان) ته لاړ، چې هلته به په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ولوبېږي.

راشد خان زمبابوې ته ولاړ

راشد خان چې له ای پي ایل وروسته زمبابوې ته لاړ او هلته یې د زمبابوې پر وړاندې په درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ګډون وکړ، له هغه ځایه بېرته دوبۍ ته ستون شوی و.نوموړي په دوبۍ کې د څو ورځو له ارام او تفریح وروسته د لندن په لور لاړ، چې اوس به په انګلستان کې په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې برخه اخلي.

نور یی ولوله| افغانستان به راروانې لوبې له ایرلینډ سره ترسره کوي

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

راشد هڅه وکړه چې یو شمیر بریالي کیسه لیکونکي قانع کړي

راشد خان په خپل انسټاګرام اکاونټ کې څو پرلپسې سټوریانې خپرې کړې دي، چې د دوبۍ څخه د روانېدو او بیا لندن ته د رسېدو په اړه پکې لیکل شوي دي. هغه په یوه سټوري کې دا هم لیکلي دي چې څو اونۍ به دلته وي.

راشد خان به د سسیکس کرکټ لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړي

په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې به راشد خان د سسیکس کرکټ لوبډلې سره لوبېږي. د یادولو ده چې په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې یو څو نور افغان لوبغاړي هم برخه لري.

راشد خان په افغانستان کې یوازینی لوبغاړی دی چې بوخت دی

راشد خان د افغانستان هغه یوازینی لوبغاړی دی، چې تر نورو لوبغاړو ډېر مصروفه وي او یو ځای کې چې یې سیالۍ ختمېږي، نو بل ځای ته د سیالیو لپاره روان وي. هغه ټول کال په کرکټ کې ډېر بوخت وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button