لوبې خبرونه

راشد لطیف: ملي ټیم دې نړیوال جام کې برخه نه اخلي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو پخواني لوبډلمشر راشد لطیف د یاد هېواد کرکټ بورډ ته مشوره ورکړې چې د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریز جام کې دې برخه نه اخلي.

راشد لطیف ویلي دي چې د کرکټ نړیوالې شورا کې د قضیې اچول کومه ګټه نه لري، که چېرته په نړیوال جام کې برخه وانخیستل شي نو غوره به وي. هغه په یوه مرکه کې ویلي چې د پاکستان او نیوزیلېنډ لوبلړۍ لغوه کېدو پاکستان ته ډېر زیان واړوو.

20210921 091033

نوموړي زیاته کړې ده، څو ورځې وړاندې د نیوزیلېنډ لوبډله پاکستان کې وه، تمرینات او امنیت یې هم ښه و، خو د بې بنسټه امنیتي ګواښونو په سبب یې لوبلړۍ لغوه کړله. اوس په دې فکر کول پکار دی چې د پاکستان کرکټ سره د پېښ شوو حالاتو حل څه دی؟

هغه ویلي دي چې کرکټ باید د فارن پالیسۍ برخه شي، هند سره د لوبلړۍ خبره کوو نو وایي چې دا بهرنۍ پالیسي ده او په عربي اماراتو کې چې د پي ایس ایل لوبې وي نو د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خو باید مداخله وکړي.

راشد لطیف ویلي چې په دې اړه باید په حکومتي سطحه پالیسي جوړه شي، دا یوه جدي مسئله ده، کرکټ د پاکستانیو لپاره ډېر څه دی، موږ ټولو یې په پرمختګ کې برخه اخیستې. د انګلستان د سفر امکانات هم لږ دي که چېرته راشي نو د پاکستان کرکټ به له موجوده حالته راووځي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button