تجارت خبرونهژوند او ټولنه

روان کال په سمنګانو کې د پستې حاصلات زیات شوي دي

روان کال په سمنګانو کې د پستې حاصلات زیات شوي دي د افغانستان مالدارۍ وزارت مسولینو ویلي دي چې سږ کال سمنګانو ګې بې څارې د پستې حاصلات زیات شوي دويي وايي د سمنګانو په ولایت کې د پستې پنځه زره او ۲۰۰ هکټاره کروندې جوړې کړي دي،

ددغه ولایت د کرنې رئیس محمد رحمن ارغندیوال ویلي ، د سمنګان ولایت په څه باندې ۴۲ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د پستې بڼونه جوړ شوي دي.د پستې دغه کروندې، چې په طبیعي ډول او د کرنې وزارت له خوا اېښودل شوي د روانکال حاصلات یې ۶۹مټرېک ټنه شوۍ دۍ سږکال په دغه ولایت کې د پستې حاصلات ډېر زیات وي او نورو ولایاتوو ترڅنګ به نورو هېوادونو ته هم ولېږدول شي.

نوموړۍ وايي چې مخکې به د پستې ونو ته پاملرنه نه کېدله ،او پزېکېدلې به خو اوس مهال د ځنګلونو او د پستې د ونو د پرېکېدو مخه نیول شوې ده او د پستې کروندې هم په پراخېدو دي،موږ د حاصلاتو د ښه کېدو په پار ۱۶ زره او ۵۰۰ نیالګي پیوند کړي دي،او همدا وجه ده چې د پيستې حاصلات ډېر شوي دي،

د دغه ولایت د کرنې ریس وايي ، په سمنګانو ولایت کې د پستې دوه ډوله ونې کرل شوي، چې للمي او اوبیزې دي او د بادغیس وروسته سمنګان په هېواد کې دویم ولایت دی، چې ډېره پسته پکې کرل شوې په لومړی مقام کې بادغیس ده. او ډېر حاصلات ترې راټولېږي. دا خبر د افغانانو لپاره ښه زېری ده ځکه پسته په نړیواله کچه ښه بازار لري او مونږ کولی شو نورو هېواددنو کې ورنه ښه ګټه ولرو او د هېواد اقتصاد مو وده وکړي،

د یادونې وړ ده چې د پستې د سیمو د پراختیا او د حاصلاتو د زیاتوالي په خاطر د شوراګانو له لارې هر کال پر بڼوالو د پستې ډېر شمېر نیالګي هم وېشي.د هېواد په ګڼو سیمو کې هر کال ټنونه وچه او تازه مېوه راټولېږي، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله یادې مېوې بهر ته نه صادرېږي او ښه بیه نه ورکوي،

روان کال په سمنګانو کې د پستې حاصلات زیات شوي دي
روان کال په سمنګانو کې د پستې حاصلات زیات شوي دي

دولت ته لازمه دا ده چې د دې سکتور کې لا نوره پاملرنه وکړي تءڅو مو د هېواد اقتصادي مشکل حل شي او هېواد مو ترقي وکړي، ځکه افغانستان د وچې مېوې لپاره تر ټولو هېواد نه زیات مشهور دي او په نړۍ کې څارې نه لري باید دولت په دې سکتور کې د تجارانو سره کومک وکړي او د دويي غوښتنې ومني تر څو دغه سکتور وده وکړي او د افغانستان اقتصاد لا پیاوړۍ شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button