روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډې ته وینا کوي

اړوند خبرونه:
د کاناډا لومړی وزیر: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه له وحشته ډک دي
شنبههای ارغواني غورځنګ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان مېرمنو مسئله نړیوال ناورین دی
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «روزا اوتونبایوا» به د دوشنبې په ورځ (د حوت ۲۰مه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وینا وکړي.
د دې شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې بشري وضعیت، د افغان ښځو او نجونو وضعیت، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه هغه برخې دي چې اتونبایوا به پرې تمرکز وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا همداراز ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې یو استازی هم وینا وکړي، او له هغې وروسته به د تړلو دروازو تر شا یوه پټه ناسته هم وشي.
تمه کیږي چې په دې غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه هم بحث وشي، چې د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د مارچ په ۱۷مه د افغانستان په اړه غونډه کوي او د یوناما د ماموریت د غځولو په امکان به بحث وکړي.
د ویلو ده چې دا غونډه به د ډنمارک د نوبتي صدارت لاندې ترسره شي.