سیمه ییز خبرونه

روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه غونډه کوي

ضمیر کابلوف وايي چې روسیه، چین، ایران او پاکستان به ډېر ژر د افغانستان په اړه ګډه غونډه وکړي

مسکو بار، بار پر طالبانو فشار راوړی چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، خو طالبان بیا اوسنی اخوندي حاکمیت ټولګډونه بولي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په پام کې ده روسیه، چین، ایران او پاکستان په نږدې راتلونکې کې سره د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

ضمیر کابلوف د تاس خبري اژانس سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، د دغې غونډې موخه په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړول، د نشه‌یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه ده چې په دې اړه به د افغانستان د اوسنیو واکمنو سره پرې خبرې کېږي؛ خو دا لا معلومه نه ده، چې دغه غونډه به چېرته او کله ترسره کېږي.

پر افغانستان د تهران او اسلام اباد د کړکېچ اغېز

کابلوف ویلي، چې د ایران او پاکستان تر منځ راټوکېدلی کړکېچ به پر دغې غونډې سیوری و نه غوړوي.

بل لور ته طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دی ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د دغسې غونډو جوړېدنه په خپلو کورنیو چارو کې د نورو لاسوهنه بللې وه.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: امیر‌خان متقي له مسکو مننه کړي چې دوی ته په نړیوالو ناستو کې کمپاین کوي

نور ولولئ: کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

که څه هم چې طالبان خپل حکومت ټول ګډونه بولي او ادعا کوي، چې د دوی سره په حکومت کې د هر قوم استازي شته؛ خو نیوکه کوونکي یې وايي هغه کسان چې له طالبانو سره کار کوي، له فکری پلوه ټول طالبان دي او د نورو سیاسي ډلو کسان په هغو کې نه شته.

طالبانو تر دې وړاندې د ایران او روسیې هغه غوښتنو ته هم کلک غبرګون ښودلی و، چې په افغانستان کې یې د ټول ګډونه حکومت په تړاو کړې وې.

له دې وړاندې هم د کابل په اړه غونډې جوړې شوې وې

همدغه تېره اونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په افغانستان کې د ټول ګدونه حکومت غوښتنه کړې وه، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې په اړه توند غبرګون په ډاګه کړی و.

russia
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د طالبانو لوړپوړی چارواکی شهاب الدین دلاور.

چین، روسیې، ایران او پاکستان تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو غونډې جوړې کړې وې.

په تېر پسرلي کې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند کې غونډه کړې وه، هلته یې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور د افغانستان سیمې او نړۍ له پاره ګواښ بللی و.

دا رنګه په پام کې ده، چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون دویمه غونډه هم په قطر کې جوړه شي.

په دې اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button