نړیوال خبرونه

روسیه؛ د کنسرت پر تالار برید کې د وژل شویو شمېر ۱۱۵ تنه شو

په مسکو کې وروستی برید خونړی بلل شوی او د وژل شویو شمېر یې ۱۱۵ کسانو ته ورسېده

د روسیې امنیتي ادارې وايي، د پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي تالار کې د ډزو یوه پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۱۵ کسانو ته ورسېد او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ځايي نندارچیان د موسیقۍ یوه کنسرت پیل ته منتظر و، چې پېښه رامنځته شو او وروسته د تالار چت هم اور واخیست. رپوټ کې ویل شوي، ځینې برخې نړېدلې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا ”یو ترهګریز برید” بللی دی.

د یاد برید مسئولیت

پر انټرنېټ یوه ناتائید شوي بیان کې ویل شوي داعش وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی، خو روسي چارواکو رسماً په دې هکله څه نه دي ویلي.

امریکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي ملګرې رسنۍ سي بي ایس ته ویلي، داسې استخباراتي معلومات یې درلودل، چې داعش ډله غواړي پر روسیې برید وکړي. بل لور د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي د روانې میاشتې لومړیو کې یې په مسکو کې د ”خلکو پر ډېره ګڼه ګوڼه” د احتمالي برید کېدو په تړاو خبرداری ورکړی و.

نور ولولئ: اوکراین ادعا کوي چې درې روسۍ جنګي جیټ راپرځولې

نور ولولئ: روسیه کې بې ساری وسله‌وال برید؛ د کنسرت تالار کې ۴۰ کسان وژل شوي

د مسکو له ځايي وخت سره سم د ګهیځ تر یوې بجې پورې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین مخامخ د دې پېښې په هکله وینا نه ده کړې، خو د دې هېواد دولتي خبري اژانس تاس د مرستیالې لومړۍ وزیرې تاتیانا ګولیکووا له قوله لیکلي چې ولسمشر پوتین د ټپیانو لپاره د ژر ښه کېدو هیله څرګنده کړې.

طالبانو هم دغه وروستی برید ترهګریز یاد کړی

د روسیې فدرالي امنیتي ځواک (ایف ایس بي) مسوولین وايي، ځانګړي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا پېښه وغندي، چې دا یې ”شیطاني جرم” بولي. نوموړې وايي: ”د خلکو ژغورنې لپاره په ټول وس او توان سره هڅه کېږي.”

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې: ”زه د پېښې قربانیانو له خپل-خپلوانو سره خواخوږي څرګندوم.”

هاخوا د طالبانو رژیم هم د مسکو وروستی برید غندلی او دغه برید یې یو ترهګریز عمل بللی دی. له همدې امله خلک ورباندې نیوکې کوي چې دوی هم په افغانستان کې ورته بریدونه کول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button