Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

روسیه: د ملېشه ځواک ‘واګنر’ مشر پر بغاوت تورن شو

د ملېشه ځواک واګنر پر مشر د بغاوت تور پورې کولو وروسته امنیتي تدابیر سخت شوي

له هغه وروسته چې په اوکرایین کې د جنګېدونکې اجیرې ملېشې ځواک واګنر ګروپ د مشر يېفګېني پریګوژین د روسیې د پوځ مشرتابه شیطاني وباله او ادعا يې وکړه چې د جنګیاليو پر یوه پنډغالي يې مرګونی برید کړی، روسي چارواکو يې پر ضد ګامونه اوچتول پیل کړل.

روسي چارواکو د هغه دا ادعا رد کړې چې ګنې پر جنګیالیو يې دوی برید کړی او له هغه يې غوښتي چې خپلې ناقانونه کړنې ودروي. مسکو د هغه د سرکشۍ په اړه پلټنې هم پیل کړې، په مسکو کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي او د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ، کریملین ویلي ولسمشر پوتین وضعیت څاري.

د یېفګیني پریګوژین خبرداری او د مسکو غبرګون

يېفګيني پريګوژین خبرداری ورکړی چې هغه ټول به له منځه یوسي چې په مقابل کې يې درېږي, خو هغه د کودتا نیت لرل رد کړي. پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې یوه وېډیو کې يې مسکو د خپلو جنګیالیو په یوه پنډغالي په مرګوني برید کولو هم تورن کړی. نوموړي وویل:

“د دې لپاره چې څرنګه د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکړو او دې ته حل لاره ومومو، موږ چمتو وو چې دفاع وزارت ته امتیازات ورکړو، خپلې وسلې وروسپارو. خو دا ناکاره خلک ارام نه شول. نن چې موږ مات شوي نه یو, نو دوی زموږ په شاته کمپونو راکټي بریدونه وکړل، زموږ زیات شمېر عسکر ووژل شول. موږ به پریکړه وکړو چې دغه ظلم ته څه ډول ځواب ووایو. بل ګام زموږ دی”.

نور ولولئ: مسکو وايي د روسیې د جمهوري ریاست په ماڼۍ برید شوی

ښاغلي پرېګوژین له دې وړاندې هم په یوه وېډيو کې ویلي وو چې پر اوکرایین د برید لپاره له روسیې سره هېڅ دلیل نه و او دا یرغل يې یو ناورین بللی و.

د روسیې پوځ پریګوژین په پراخه کچه غندلی

په اوکرایین کې د روسیې د ځواکونو مرستیال جنرال سرګي سوروویکین ویلي چې پریګوژین د دښمن په لاس کې لوبېږي. هغه ویلي چې وړاندې له دې چې ډېر ناوخته شي باید مخه یې ونیول شي. یوه بل روسي جنرال هم د پریګوژین اقدامات لېونتوب بللی. هغه ویلي چې دغه اجیر ځواکونه ولسمشر پوتین له شا په خنجر وهي.

واګنر ګروپ ملېشه ځواکونه دي چې په اوکرایین کې د روسیې د پوځ تر څنګ جنګېږي.

ویل کېږي واګنر د اوکرایین له جګړې وړاندې یوازې شاوخوا ۵ زره غړي درلودل چې ډېری یې پخواني تجربه لرونکي سرتېري وو.

خو امریکایي چارواکي ادعا کوي چې دې ملېشې تېر کال له هغې وروسته تر ډېره له زندانونو د لسګونو زره نورو جنګیالیو پر ګومارلو پیل وکړ چې روسیې پر اوکرایین یرغل لپاره د ځواکونو کمښت سره مخ شوه. ویل کېږي، چې په دې کسانو کې محکوم شوي جنايي مجرمان هم شامل وو.

د واګنر بنسټ اېښودونکي يېفګېني پریګوژین په دا وروستیو کې اعلان وکړ چې له زندانونو به د جنګیالیو جلب او جذب ودروي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button