سیمه ییز خبرونه

روسیه غواړي چې پاکستان طالبان سولې ته حاضر کړي

روسیه غواړي چې پاکستان طالبان سولې ته حاضر کړي. روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پاکستاني ميډیا د راپورونو له مخې سرګي لاوروف په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی او هلته به پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د پاکستاني میډیا د راپورونو پر بنسټ لاوروف به له پاکستان وغواړي چې په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.د سرچینې په خبره، لاوروف له پاکستانه غواړي چې طالبان په یو ډول د سولې ته حاضر کړي، تر څو نور له سر زوري لاس واخلي او په داسې لارو چارو فکر وکړي، چې پایله یې د جګړې پای ته رسول وي.

دا چې روسیه ولې له پاکستانه غواړي چې طالبان سولې ته حاضر کړي، بېلابېل دلایل لري او د دوی په نیت هم د سړي شک پیدا کوي، ځکه د طالبانو یوه ریښه په روسیه کې هم ده او د دوی لخوا حمایه کېږي.د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هند ته تللی و او له هندي چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې.

1399041612123131720731974 750x430 1

ښاغلي سرګي لاوروف ټینګار کړی و چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو رول مهم دی او دلته ثبات د ټولو اړخونو په فایده ه دی.تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي وو، څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي دومره افغانستان او افغانان سولې ته نږدې کېږي.

د ښاغلی لاوروف پر وینا هند په سیمه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستندوی په توګه په دې پروسه کې مهم رول لري او باید خپلې هڅې لا ډېرې کړي.هغه وايي، هند د افغان سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه په جوړوو شوو کنفرانسونو او غونډو کې رغنده رول لوبولی دی او روسیه یې د هڅو ستاینه کوي.

دغه لوړپوړي روسي ديپلومات ویلي، چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې اجماع په لا پياوړتیا کې هڅه کوي.تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د افغان سولې او دلته د سیاسي حل له درکه هند ته رامنځ ته شوې اندېښنې له منځه یوسي.او افعان سولې لپاره یو حل اوګوري.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button