نړیوال خبرونه

روغتیا وزارت:بازې ولایتي ریسان مو څارنوالۍ ته معریفي کړي

 روغتیا وزارت:بازې ولایتي ریسان مو څارنوالۍ ته معریفي کړي دافغانستان دصحت وزارت د بازې  ولایتونو ریسان څارنوالي‌ ته معریفي کوي .سرچينۍ وايي دغو ریسانو باندې د کرونا ویروس د بودیجې نا سم مصرف تورونه دي

د دغه وزارت وزیرنږدې سرچینو رسنیوته وویل چې د فساد په بازې کیسونوکې داسي‌ هم شوي‌ چې د ځینو ولایتونو ریسانو د کرونا په بودیجه خپلو دفاترو ته کوچونه ؛ تلویزونونه او نور سامانونه اخېستي،که څه هم پخپله د روغتیا پر وزیر د فساد تورونه لګیدلي‌، خو د روغتیا وزیر هڅه کوي‌ چې د فساد په تور ځیني کسان څارنوالي‌ته راکش کړي‌.د یاد وزارت سرچینې وايي‌ چې په وزارت کې دننه ځیني‌ لوړرتبه مامورینو هم د کرونا وایرس په بودیجه کې فساد کړی او تر څارنې لاندي دي‌.

تر دې دمه لا دا واضحه نده چې د صحت نوۍ وزیرعثماني‌ به د فساد ضد مبارزه څنګه پر مخ بوزي، خو دم ګړی یې رسنیو ته له دفتره ځینو سرچینو دا خبر ورکړ چې ګواکې وزیر صیب د فساد خلاف سخت ګامونه اخليي.دهېواد دصحت وزارت دا مهال تر بل هر وخت زیات د فساد تر تورونو لاندي‌ دی ؛ له وزیره نیولې بیا تر ولایتي ‌ریسه پوري‌ اکثره چارواکي‌ په فساد کې ککړ بلل کیږي‌.

تېره هفته یوې رسنۍ د اوسني ‌وزیر د ورور د فساد اسناد خپاره کړل او وروسته رسنیو کې پر اوسني ‌وزیر ښاغلي ‌عثماني د فساد تورونهنور هم ډېر شول  .بازې سرچینۍ وايي ‌چې د روغتیا وزیر ښالی عثماني‌ هڅه کوي چې څارنوالي‌ ته د ۴ ولایتي‌ ریسانو په معریفي ‌کولو سره ځان سپین ثابت کړي‌ او په وزارت کې دننه د کرونا بودیجې روانه قيصه بدله کړي،

یوې سرچینۍ له مخې د روغتیا وزیر په پرله پسې ډول د مشهورو خبریالانو او د ځینو رسنیو له استازو سره پټې غونډي کوياو کوشش ېې شروع کړۍ چې په کرونا فنډ کې په روغتیا وزارت کې د شوي‌ فساد دوسیې او راپورونه په رسنیو کې ختمې کړي .تېره شپه هم د روغتیا وزیر ښاغلي‌ عثماني‌ له یو شمیر خبریالانو او د رسنیو له استازو سره پټ ملاقات کړۍ،

روغتیا وزارت:بازې ولایتي ریسان مو څارنوالۍ ته معریفي کړي
روغتیا وزارت:بازې ولایتي ریسان مو څارنوالۍ ته معریفي کړي

اوس وخت باید افغان دولت دې قیصې ته په واضحه ډول یو څو کسه پلاوۍ وټاکي ترڅو دغه کسان په شفاف ډول د کرونا بودیجه وڅيړي او ملت ته ېې هم په شفاف ډول دغه قضیه وړاندې کړي ځکه اوسني دولت دانتخاباتو نه وړامدې هم دا وعده او ژمنه کړې وه چې له هر چا سره به حيساب غواړو حتۍ دويي دا شعار هم جوړ کړۍ وو چې حيساب غواړو او حیساب ورکوو نو اوس باید دولت همداسې وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button