نړیوال خبرونه

روغتیا وزارت: په هېواد کې دننه د تولیدي دوا کیفیت ښه دی

روغتیا وزارت: په هېواد کې دننه د تولیدي دوا کیفیت ښه دی د هېواد د عامې روغتیا وزارت وایي، په کور دننه د دوا د تولید کیفیت د بهرنۍ دوا نه څو برابره ښه دی.او عام افغانان باید د وطن خپل تولیداتونه ګټه پورته کوي.تر ځو د خپل وطن عواید مو ښه شي.او د نورو د اجتیاج ته پاتې نشي.

د یاد وزارت سلاکار او ویاند اکمل سمسور وایي، افغانستان ته ٦٠ سلنه دوا له بهرنیو هېوادونو را واردیږي او ٤٠ سلنه په هېواد دننه تولیدیږي.نوموړۍ وایي، په هېواد دننه د تولیدي درملو کیفیت د بهرنیو درملو په پرتله ښه دی، خو دا چې هغه له بهر را واردیږي، اکثره روغتونونه او ډاکټران ناروغانو ته په نسخه بهرنۍ دوا لیکي څو هغه را وارده شوې دوا وپلورل شي او له دې کبله چې له بهر راځي په لوړه بیه هم پلورل کیږي.

دغه وزارت هر کال د ٥٠٠ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهرنیو هېوادونو نه افغانستان ته دوا را واردوي او افغانان هر کال ٢ نیم میلیون ډالر پر خپلې روغتیا لګوي.د یاد وزارت ویاند اکمل سمسور وایي، د شلو کلونو په وخت کې روغتیا وزارت او د وزارت د دوا سکټور نه دی توانېدلی چې سودګرانو او پانګ الو ته پروسې ساده کړي څو افغانستان کې د دوا د تولید لپاره (investment) وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال د روغتیا وزارت په هېواد دننه د دوا د تولید لپاره هڅې کوشش شروع کړی او د څلورو کلونو په موده کې به ښه دوا ورسولی شي.هغه وایي، کندهار کې د دوا د تولید لویه فابریکه جوړیږي او دا فابریکه د ٧٠ پانګوالو له لوري د ګډې پانګې اچونې په پایله کې جوړیږي چې وبه کولی شي په کور دننه د لوړ کیفیت ډېره دوا تولید کړي چې نه یوازې افغانستان بلکې نورو هېوادونو کې به هم ترې ګټه پورته شي.

افغانستان ته د قاچاقي درملو په تړاو د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وایي، چې د افغانستان سرحدات تړلې نه دي او له ایران او پاکستان افغانستان ته درمل په قاچاقي ډول هم راځي چې دوی نه شي کولی سکن یې کړي، له دې کبله په بازار کې په پټه پلورل کیږي او کیفیت یې هم خراب وي، خو په وروستیو کې وزارت هڅه کوي د قاچاقي درملو د واردېدلو مخه ونیسي او یا یې په ښه ډول چک او کنټرول کړي.

ښاغلی سمسور وایي، یو شمېر روغتونونه په ښه کیفیت کې خدمات لري چې دا به د نورو روغتونونو لپاره د نمونې په توګه وټاکل شي څو ټول روغتونونه د خدماتو کیفیت ښه کړي.او افغانان دغه روغتونو ته مراجعه وکړي. دويي د هېوادوالو غوښتي هم دي چې نور د بهرنیو هېوادنو تولیداتو پرځاۍ خپل وطني تولیدات کاروۍ او افغانستان ته فایده ورسوی تر ځو د نورو هېوادونو د احتیاج نه خلاص شۍ.

اوس وخت رارسدلۍ چې عام وکړي باید ځانونه اوښیار کړي او افغانستان ته رجوع وکړي دويي باید د نورو ملکونو بقا پر ځاۍ خپل هېواد ته کار وکړي تر څو افغانستان په خپلو پخو ودریږي. او مونږ هېوادوال په ارامه فضا کې ژوند وکړو ځکه افغانستان د دېر وخت راهیسې د جنګ په حالت کې دی اوهره ورځ په لس هاو عام وکړو ته مرګ ژوبله اوړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button