نړیوال خبرونه

رولاغني:رد شوي وزیران به په خپل ځای پاتې وي

رولاغني:رد شوي وزیران به په خپل ځای پاتې وي دجمهور ریس غني مېرمنې رولا غني په یوه تازه مرکه کې د افغانستان د پارلمان په اړه څرګندونې کړې دي، رولا غني ويلې دي چې ولسي جرګه نور په یوه بازار او مارکېټ بدله شوې دی که د دوي خوښه وي او که نه رد شوي وزیران به خپل کار تخ ادامه ورکړي.

ولسي جرګه چې د افغانستان د خلکو اراده تمثيل کوي، کېدی شي داسې وکيلان پکې زيات وي چې نيمګړتياوې لري خو په ټوله کې ددې جرګې وکيلان نه ټول په فساد ککړو دي او نه به هم دا وکيلان د تل لپاره په دې جرګه کې پاتې کیږي. پارلمان يوازې په نن حالت کې د تللو وړ نه ده، دا داسې يو بنسټ دی چې هم به ځينې وخت ښه او ځينې وخت ناوړه وکیلان پکې دننه شي خو په ټوله کې د افغانستان د خلکو د استازو د تمثیل بنسټ او ځای دی او دا ډول په سپکه ورته کتل د افغانستان ولس ته په سپکه سترګه کتل دي او دا کار هېوادته زیان رسوي.

دهېواد لومړی مېرمنې اغلې رولا غني دا تور ولګاوه چې ولسي جرګه د خرڅولو او اخيستلو په يوه بازار بدله شوې ده، دا تور بېرته پخپله حکومت ته ورګرځي حکومت دا شپږ اوه کاله دا کار ونکړ چې د ټاکنو يو شفاف سيستم رامنځته کړي، د ولسمشر غني د عبدالله عبدالله سره په دې شپږ کاله تیر شول چې کوم کس د ټاکنو په کميسيون کې وي کوم نه وي خو دومره يې ونه کړل چې په سيستم کار وکړي، نن د پاکستان غوندې هېواد چې موږ یې د دال خورو هېواد بولو په ۲۴ ساعتونو کې د ټاکنو پايلې اعلانوي خو موژ بيا هم ورته په میاشتو او کلونو په تمه یو.

که جمهور ریس غني د ټاکنو يو سم سيستم جوړ کړی وی نن به ولسي جرګې ته ځينو افغان ضد کړيو لاره نه موندله، خو ولسمشر غني او رولا صېب ته هغه وخت قانون ور په ياد شي کله چې د طالبانو سره مذاکرات کوي بيا نو تش په خوله د هغه قانون دفاع کوي چې دوی پکې دا شپږ کاله خېژي او تر پښو يې باندې کړی دی.

رولاغني:رد شوي وزیران به په خپل ځای پاتې وي
رولاغني:رد شوي وزیران به په خپل ځای پاتې وي

رولا غني دا هم۔ویلي چې کوم وزيران چې ولسي جرګې رد کړي دي هغوی به خپل کار کوي او د ولسي جرګې د موافقت يا مخالفت پروا نکوي، زوروره اوس نېږدې ده چې ټول پارلمان لغوه کړي او څه ډول يې چې زړه وي په افغانستان کې خپل خر وچلوي.خو دا هيڅ څوک نه مني او دا به صرف د وینا پورې محدود پاتې شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button