لوبې خبرونه

رونالډونورریکارډونه هم جوړکړل

د آیټالیا د سیر اې لیګ جیونټوس لوبډلي مشهور لوبغاړی کریسټیانو رونالډو یو بل ریکارډ مات کړ.

جیونټوس تېره شپه په سیري اې لیګ کي د هیلاس ویرونا څخه ۲ پر ۱ ماته وخوړه.

په دې لوبه کي رونالډو د جیونټوس لپاره ګول ولګوئ، چي دی په دې سره وتوانېدئ، چي د جیونټوس لپاره په لسو پرلپسې لوبو کي د ګول لګولو ریکارډ جوړ کړي.

نوموړي په دې سره هم د جیونټوس لپاره تاریخ جوړ کئ او هم اړ دئ، چي په بله لوبه کي لا ګول ولګوئ، چي د سیر اې لیګ په تاریخ کي په پرلپسې ۱۱ لوبو کي د ګول لګولو ریکارډ مات کړي.

ددې ریکارډ ترڅنګ هغه د ۱۱م فصل له پاره پرلپسې د لیګ په لوبو کي تر ۲۰ ډېر ګولونه پوره کړ او همداراز هغه د اروپا په ۵ معتبرو لیګونو کي هم د پرلپسې ۱۰ لوبو کي د ګول لګولو ریکارډ جوړ کړ.

رونالډو په دې فصل ۲۰ لوبو ګي شل ګولونه لګولي دي او د خپلي ملي لوبډلي لپاره په ۱۴ لوبو کي ۱۴ ګلونه لري، چي په ټوله کي دوه د ګول پاسونه هم لري.

رونالډو اوس مهال ۳۵ کلن دئ.

هغه په وارو وارو د رسنیو سره په مرکو کي ویلي چي دی غواړي تر ۴۰ کلنۍ پوري فوټبال ته ادامه ورکړي او د ځان د روغتیا په اړه يې هم ډاډ ورکړئ دئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button