نړیوال خبرونه

رویټرز: ایران مسکو ته په سلګونو بالستیک توغندي ورکړي دي

رویټرز خبري اژانس وايي چې تهران مسکو ته په سلګونو بالستیک توغندي ورکړي دي

شپږو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، ایران د تېرې جنورۍ له لومړیو راهیسې روسیې ته له وچې- وچې ته توغېدونکي نږدې ۴۰۰ ځواکمن بالستیک توغندي ور کړي.

یوه ایرانۍ سرچینه وايي، د ایران او روسیې دفاعي او امنیتي چارواکو د تېر کال وروستیو کې په تهران او مسکو کې د دې وسلو تړون لاسلیک کړی و.

دریو ایراني سرچینو ویلي، ایران روسیې ته څلور سوه توغندي ور کړي چې د ذوالفقار په څېر د لنډواټنه توغندي هم پکې دي.

د یادو توغندیو قوت څومره دی؟

د کارپوهانو په خبره، دا توغندي له ۳۰۰ تر ۷۰۰ کیلومترو کې نښه ویشتلی شي.

iran
د روسیې او ایران ولسمشران

یوه ایرانۍ پوځي سرچینه وايي، دا توغندي په څلورو جوپو کې مسکو ته لېږل شوي او راتلونکو اونیو کې به نورې جوپې هم واستول شي.

بله ایرانۍ سرچینه وايي، ځینې توغندي د کسپین سمندرګي له لارې په اوبو او نورو په الوتکو کې روسیې ته استول شوي دي.

نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

نور ولولئ: ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

نور ولولئ: د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

دا سرچینه وايي، راتلونکي کې به مسکو ته نور توغندي هم واستوي او دوی چې هر چا ته وغواړي دا توغندي ور کولی شي.

د ایران دفاع وزارت او سپاه پاسدران چې د دغه هېواد د بالستیک توغندیو پروګرام یې په لاس کې دی، له رویټرز سره له خبرو ډډه کړې ده.

iran2
د ایران بالستیک توغندي

د مسکو او اوکراین جګړه

پر اوکراین له برید وروسته اورپايي ټولنې، د امریکا په مشرۍ غربي هېوادونو پر روسیه یو لړ بندیزونه وضع کړل او ایران خو له مخکې له بندیزونو سره مخامخ و.

که چېرې دغه بندیزونه دوام وکړي، کېدای چې د تهران او مسکو تر منځ نظامي دیپلوماسي او همکاري نوره هم پراخه شي.

رویټرز د سرچینو په خبره، پر تهران او مسکو د واشنګټن د بندیزونو په دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ دا پوځي همکاري نوره هم پراخېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د توغندیو او ډرون ټیکنالوجۍ پر صادراتو بندیز لګولی دی.

امریکا او اروپايي ټولنې هم منځني ختیځ او روسیې ته د صادراتو په پلمه د ایران د بالستیک توغندیو پر صادراتو بندیز لګولی دی.

تېره ورځ هم یو راپور خپور شو چې روسیه په اوکراین کې د جګړې لپاره د وسلو د کمښت له ستونزې سره مخامخ ده، خو روسیه بیا وايي چې مسکو به تر خپلو موخو ته د رسېدو پورې جګړې ته دوام ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button