نړیوال خبرونه

رویټرز: ولسمشر ټرمپ به ډېرژرافغانستان کې خپل د عسکروکمولواعلان وکړي

رویټرز: ولسمشر ټرمپ به ډېرژرافغانستان کې خپل د عسکروکمولواعلان وکړي رویټرز خبري اژانس ویلٍي، د امریکا جمهور ریس «ډونالډ ټرمپ» به په راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د د خپل عسکرو دکمېدلو خبر ورکړي.

دغه خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ذکر کړي، چې ټرمپ به د راروتنه پنجشنبې په ورځ په عراق کې او په راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر کمېدلو اعلان وکړي.مخکې هم د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر ویلي وو، چې د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر پایه به افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر څلور یا پنځه زره ته راکم کړي.

دا خبرې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د امریکایي عسکرو د وتلو لړۍ روانه ده.او د وخت تېرېدو سره به نور همراکم شي ځکه د دويي تر منځ توافق کې راغلي وو چې باید امریکايي عسکر له افغانستان نه اوځي نو بیا مونږ چمتو یو چې سوله وکړو د دې وړاندې هم څو څو ځلې د امریکا عسکر د وتلو اعلان شوۍ وو.خو تر اوسه ېې پوره اجرات ندي کړي.

اوسه پورې په افغانستان کې د شته امریکايي عسکرو کره شمېره څرګنده نه ده؛ خو څه موده وړاندې پنټاګان اعلان وکړ، چې په افغانستان کې يې پنځه نظامي اډې تخلیه او د ۱۲۰۰۰ عسکرو له ډلې یې ۳۴۰۰ عسکر امریکا ته ورستانه کړي.اود امریکا مخکینیو حکومتونو هم غوښتل چې خپل عسکر امریکا ته وراوغواړي او نور افغانستان کې جنګ بس کړي ځکه ټوله نړۍ د افغانستان د جنګ نه خوشاله نده او غواړي چې سوله راشي.

هېره دې نه وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه افغانستان پرېږدي.نو اوس ېې وخت رارسېدلۍ چې که امریکا غواړي د طلبانو سره شوی توافق عملي کړي نو باید خپل عسکر د افغانستان نه اوباسي او افغانستان کې د سولې خبرې کامیابې کړي.

رویټرز: ولسمشر ټرمپ به ډېرژرافغانستان کې خپل د عسکروکمولواعلان وکړي
رویټرز: ولسمشر ټرمپ به ډېرژرافغانستان کې خپل د عسکروکمولواعلان وکړي

بلخوا بیا بازې اقتصادي او سیاسي شنونګې وايي چې باید افغان دولت نور په خپلو پښو باندې زان ودروي او په ځان بسیا شي دويي باید خپل عواید ولري او خپل اقتصاد کاروکړي که نه وي نو دا هېواد به په اقتصادي جنګ اخته شي. او بیا به ورسره دحل لاره نه وي او افغانستان به یو ځل بیا داخلي جنګونو ته داخل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button