د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ وایي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې لږ تر لږه ۱۱ کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.
بنېټ دا اعدامونه «ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکي» بللي او له طالبانو یې غوښتي چې د اعدامونو لړۍ ژر تر ژره ودروي او د مرګ د سزا پر ضد موقتي بندیز اعلان کړي.
ریچارډ بنیټ: نړۍ باید په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هر اړخیز پلان جوړ کړي
نوموړي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې قضایي نظام له خپلواکۍ او شفاف عدالت بې برخې دی او دا اعدامونه د بشري حقونو له جدي سرغړونو دي.
د راپور له مخې، د اکتوبر په ۱۶مه طالبانو د بادغیس ولایت په یوه ورزشي لوبغالي کې یو کس، چې د قتل په تور محکوم شوی و، د خلکو پر وړاندې په دار کړ.
طالبان بیا ټینګار کوي چې دا سزاوې د «شرعي حدودو» د پلي کېدو یوه برخه ده، خو دغې ډلې له افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار او آزادیو حق اخیستی چې د اسلام دین منلي دي.