نړیوال خبرونه

ریچارډبېنېټ: طالبان شخصي زندانونه لري

ریچارډ بېنېټ ویلې چې طالبان شخصي زندانونه لري او له بندیانو سره تر ټولو ناوړه چلند کوي

هاخوا بیا طالبان وايي چې دوی له بندیانو سره ناوړه چلند نه کوي، خو ځینې بندیان بیا د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې طالبانو په زندانونو کې بندیانو ته هر ډول شکنجې ورکوي.

تازه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې تر دې مهاله یې په کابل، کندهار او بامیان ولایتونو کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې درې داسې زندانونه لیدلي دي.

د طالبانو په استخباراتي زندانونو کې ناوړه چلند

د نوموړي په خبره د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې له بندیانو سره تر ټولو زیات ظلم کېږي او دغه اکثره زندانونه شخصي دي.

ښاغلی بېنېټ وایي:”تر ټولو ناوړه چلند د استخباراتو په عمومي زندانونو او په هغو شخصي زندانونو کې کېږي، چې د طالبانو د سیمه‌ییزو قوماندانان تر کنټرول لاندې دي.”

نور ولولئ:  د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

نور ولولئ: ریچارډ بېنېټ: طالبانو د ښځو او نور بشري حقونه نقض کړي دي

بېنېټ زیاتوي، چې ده ته له دغو زندانونو څخه د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې؛ خو په دې اړه راپورونه یې له هغو کسانو ترلاسه کړي، چې په دې زندانونو کې یې وخت تېر کړی دی.

ښاغلي بېنېټ د دغې مرکې په یوې بلې برخې کې ویلي، د افغانستان راتلونکې ورته ډېر تت او تیاره ښکاري ځکه چې د هغه په وینا طالبانو پر افغان ښځو محدودیتونه زیات کړي دي.

richard bennett3 (1)
د طالبانو زندان

د بشري حقونو نړیوال تړونونو مراعتول

د ملګرو ملتونو خانګړي راپور ورکوونکی وايي: ” که افغانستان غواړي، چې یوځل بیا د نړۍوالې ټولنې غړی شي؛ نو باید د بشري حقونو نړۍوال تړونونه چې ټولو هېوادونو منلې دي ومني. په دې معنا چې له ښځو او نجونو پرته به د افغانستان راتلونکی وضعیت ډېر خراب وي.”

ښاغلي بېنېټ همداراز ویلي، چې د بشري حقونو د معیارونو له منلو پرته له طالبانو سره د نړۍوالو د اړیکو عادي کېدل ناشوني دي.

که څه هم چې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د نړۍوالې ټولنې نورو چارواکو ته ویلي، چې د نجونو او ښځو زده‌کړې او کار د افغانستان کورنۍ مسله ده او هیچا ته دا حق نه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو په زندانونو کې لا هم په زرګونو بندیان بې برخلیکه پراته دي او شپې په کې سبا کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button