نړیوال خبرونه

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ناوړه کېدو په اړه خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، په افغانستان کې به د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خپل بشپړ راپور د روان زېږدیز کال تر ډېسمبر میاشتې پورې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

د دسمبر په میاشت کې د بشري حقونو شورا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ  وايي: «تاسو د بشري حقونو په تړاو پوښتئ؟ په دې تړاو مې ډېر څه د خپل ماموریت په پای کې په لنډه بیانیه کې ویلي او د دې راپور بشپړولو ته به په نږدې اوونیو کې د څارنې د دوام په ګډون سره ادامه ورکړم. یو اوږد راپور به جوړ کړم. په ډېسمبر میاشت کې به یې د بشري حقونو شورا او دغه راز په اکټوبر میاشت کې به یې عمومي اسمبلۍ ته وړاندې کړم.»

ښاغلي بېنېټ د خپل سري نیونو او صحرایي محاکمو د راپورونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې وضعیت د تېر پرتله خراب شوی او د اسلامي امارت چارواکي باید د بشري حقونو او ښځو د حقونو د نقض  د دوام ځواب ویونکی و اوسي.

نور یی ولوله| راشد خان له دوبۍ نه لندن ته لاړ

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ  وايي: «کله چې مې رسمي رپوټ جوړ کړ، زه به په‌دې تړاو ډېر څرګند وغېږېږم، په‌دې پړاو کې غواړم  هغو کسانو ته چې احساسوي ووایم چې اعلامیې او کلمات کافي نه‌دي او عمل ته هم اړتیا ده او باید د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د تاوتریخوالي د دوام په تړاو حساب ورکړه هم وي.»

 د افغانستان لپاره د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی دغه راز وایي، اټکل شوی چې په ټولنه کې له کار نه د ښځو لېري ساتلو د افغانستان اقتصاد ته یو مېلیارډ ډالره زیان ورسوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ  وايي: «دا اټکل شوی دی چې د ښځو د کاري ځواک لېرې ساتلو د یو مېلیارډ ډالرو تر کچې زیان لرلی دی، خو دا یوازې یوه اقتصادي او مالي موضوع نه‌ده. دا یوه حقوقي موضوع او په ټولنه کې په بشپړ ډول د ښځو ګډون دی؛ نو  په‌دې برخه کې په افغانستان کې د ښځو څنډې ته کول ځينې ټولنیزې او سیاسي پایلې لري.»

په‌دې مرکه کې ښاغلی بېنېټ وایي، د بشري حقونو شورا ته به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د راپور له وړاندې کولو وروسته د هغوی پرېکړه ده چې په‌دې تړاو څه ډول عمل کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button