Uncategorized

زبیده اکبر: “د دوحې دریمه ناسته مې تحریم کړه”

د بشري حقونو فعاله زبیده اکبر وايي، د دوحې په دریمه ناسته کې یې د ملګرو ملتونو د ګډون بلنه رد کړه

د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې دریمه ناسته د افغان او د نړۍ نورو هېوادونو د مېرمنو له کلکو نیوکو سره مخامخ ده. دغه فعالانې ادعا کوي چې ملګرو ملتونو د افغان ښځو حقونه شاته کړي او پر ځای یې د طالبانو رژیم ته ترجیح ورکوي.

که څه د ملګرو ملتونو ویاند، سرمنشي او نور د دوحې د دریمې ناسته کې د ښځو پر حقونو د بحث کولو ډاډ ورکوي، خو د طالبانو په غوښتنه د مدني ټولنو غړي ترې حذف شوي دي.

د دوحې له ناستې د ښځو حذفول

د بشري حقونو فعاله زبیده اکبر وایي، چې په دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو له‌خوا ورته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو هغه به دغې ناسته کې ګډون ونه کړي.

اغلې اکبر ویلي، د ملګرو ملتونو له‌خوا د دوحې له اصلي خبرو اترو د ښځو حذفولو غوسه کړې ده.

د بشري حقونو فعالان وایي، ملګرو ملتونو د دوحې د اصلي ناستې له جوړښته ښځې حذف کړې دي.

نور ولولئ: نصیر احمد فایق د دوحې ۳مه ناسته کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه وکړه

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي

نور ولولئ:  راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

له دې سره د هغوی په وینا، «یوشمېر ښځو او مدني فعالانو» ته د دغې ناستې په څنډو کې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د لیدنې بلنه ورکړل شوې ده.

لاروښانه نه ده، چې ملګرو ملتونو کومو کسانو ته په ناسته کې بلنه ورکړې ده.

اغلې اکبر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي:« زه په دوحې ناسته کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د ښځو د حذفولو پر پرېکړې غوسه یمه.»

afghan (8)
د طالبانو پر وړاندې معترضې افغان مېرمنې

هغې زیاته کړې، چې د دوحې په ناسته کې د ښځو څنډې ته کول یوازې د طالبانو د خوشالولو لپاره شوي او بله لاسته راوړنه نه لري.

له جدي ناورین سره د افغان مېرمنو مخامخ کېدل

د بشري حقونو د دغه فعالې په وینا، دې ته په کتو چې په افغانستان کې اوس‌مهال ښځې له جدي ناورین سره مخامخې دي، باید په دوحې ناسته کې د ښځو موضوع د دوی د کار له لومړیتوبونو څخه وي.

طالبان به د راتلونکې اونۍ په پای کې خپل استازي دوحې ته واستوي، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ دغه دوه ورځنۍ ناسته کې چې د ۲۵ هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون کوي برخه واخلي.

دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه او لومړۍ ناسته ده، چې د طالبانو په حضور کې به ترسره شي؛ خو له اصلي ناستې د ښځو او مدني ټولنو د استازو حذفول پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو ویلي، دغه ناسته کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو بحث ونه شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button