نړیوال خبرونه

زلمئ خلیلزاد : افغان مشران دې د سولې تاریخي فرصت نه ضایع کوي

خلیلزاد پرافغان مشرانو غږ کړی چې خپل سیاسي څنډې ته کړي او د سولې لپاره سره ګډ کار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ګرده نړۍ کې په خپرېدو دی، افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.

تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي لمریز کار پیغام کې ویلي وو، تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې د نوي کال په تړاو خپلو خلکو ته ورکولی شي، دا ده چې د یوه ټول‌ګډوني حکومت جوړولو لپاره سره یوې هوکړې ته ورسېږي، سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي او د سولې لپاره له برابر شوي تاریخي فرصته ګټه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي: “اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکېچ هوار کړي‌ چې د ټولټاکنو او د دوو تحلیف-غونډو نه رامنځته شوی.”

د خلیلزاد په ټوېټونو کې دا هم راغلي چې: “د سولې له تاریخي فرصت نه د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي؛ د کورونا وېروس د وبا د قابو کولو او ترېنه د خلکو د ساتنې لپاره، په ګډه، د طالبانو په ګډون، کار وکړي.”

دا خبرې پر داسې مهال شوې چې په سوېلي ولایت زابل کې پرون پر افغان ځواکونو په یوه وسله وال برید کې لږ تر لږه ۲۴ امنیتي کسان ووژل شول، چې ولسمشر محمد اشرف غني دا برید وغانده او ویې ویل چې د “وسله والو طالبانو دغه ډول بریدونه نه یوازې د سلوې فرصت له خطر سره مخ کوي، بلکې د دوی پر ضد د ولس کرکه او نفرت لا راپاوري.”

ناټو ویلي، چې د نوي ۱۳۹۹ هـ ل کال پر لومړۍ ورځ پر افغان ځواکونو د طالبانو دغه برید له شرمه ډکه کړنه ده.

وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي. ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي وو چې، امریکا غواړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button