نړیوال خبرونه

زلمي خلیلزاد دسیمې تازه سفرونه پیل کړل

زلمي خلیلزاد دسیمې تازه سفرونه پیل کړل د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي‌ «زلمي خلیلزاد»  جدي‌ بین الافغاني‌ مذاکراتو ته د هڅونې په موخه سیمې ته تازه سفر پیل کړی.او کوشش کوپ چې خپلمنځي مزاکراتو کې خنډونه له منځه لاړ شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د ملي امنیت شورا، د امریکا د پراختیایي ادارې «USAID» او د امریکا د دفاع وزارت پلاوي‌ هم ملتیا کوي، چې قطر، افغانستان او د سیمې نورو هیوادونو ته به ولاړ شي.اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې، چې خلیلزاد به په کابل کې له ښځو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره وویني‌،

20210606 095036

د افغان سولې په تړاو به د هغوی نظر واخلي او د پراختیایي مرستو او د سیاسي‌ جوړجاړي د تامین‌ په برخه کې به د امریکا د مرستو د دوام ډاډ ورکړي.د خبرپاڼې له مخې خلیلزاد به په دوحه کې د دواړو لورو مذارکراتي‌ ټیمونه وویني، هغوی به جدي‌ مذاکراتو ته وهڅوي او د سیمې د هیوادونو له مشرانو سره به د افغان سولې‌ په تړاو بحثونه وکړي.

دغه سفر داسې وخت دی، چې د جدي مذاکراتو د پيلېدو لپاره هڅې چټکې شوي‌ دي‌ او د دواړو لورو مذاکراتي‌ ټیمونو د معنا داره خبرو پیلولو ته چمتووالی ښودلی.د حکومت مذاکراتي‌ ټیم هم له کابله دوحې ته تللی او ښایي په نږدې ورځو کې خبرې به بیا ځلې پيل شي.

ورته وخت له افغانستانه د امریکایي‌ او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ هم روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښایي بشپړه شي.خو بلخوا بیا ځینې چارواکو د فوځیانو په وتلو اندېښنه ښودلې چې داسې چې افغانستان یو وار بیا داخلی جنګ خوا ته لاړ نشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button