نړیوال خبرونه

زلمي خلیلزاد د سیاسي جوړجاړي دکوششونو د چټکتیا غوښتنه کړې

زلمي خلیلزاد د سیاسي جوړجاړي دکږششونو د چټکتیا غوښتنه کړې وروسته له هغه چې پرون د داعش ډلې څو تنه وسله وال بریدګر کابل پوهنتون ته ننوتل او تر شلو زیات زده کوونکي يې شهيدان کړل ؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمی خلیلزاد» یې په غبرګون کې دغه حمله وحشیانه وبلله.

ښاغلي خلیلزاد د سولې د هڅو د چټکتیا غوښتنه کړې.خلیلزاد په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې داعش د طالبانو او حکومت ګډ دښمن دی او د هغوی له لوري شوی برید یو وحشیانه عمل دی، چې د افغانستان له ثبات او پوهې سره د هغوی د ښمني په ډاګه کوي او دا ښيي، چې هغوی د بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې د پیلېدو لپاره هڅه کوي.چې دا خلکو ته د منلو وړ نده.

  1. زلمي خلیلزاد د سیاسي جوړجاړي دکوششونو د چټکتیا غوښتنه کړې

کابل پوهنتون باندې برید چې نږدې شپېته تنه پکې مړه او ژوبل شول؛ تېره ورځ یوولس بجې شاوخوا پیل او شپږ ساعته وروسته پای ته ورسېد.طالبانو د همدې برید په غبرګون کې خپره کړې اعلامیه کې حکومت ته په اشارې ویلي، چې برید د هغو کار دی چا چې داعش په خپلو میلمستونونو کې وساتل او په جوزجان او ننګرهار کې یې له طالبانو وژغورل.

ورته مهال حکومت بیا د یاد برید له امله په هیواد کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی او حکومت مشر «اشرف غني» ادعاء کړې چې له «دښمن څخه» به زر برابره غچ واخیستل شي.د ښاغلي غني نه پرته د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح هم دغه برید په اړه وویل چې دا برید وحشیانه دی او باید په اړه ېې څېړنه وشي تر څو په اینده کې د داسې کړنو څخه ډډه وشي.

د کابل پوهنتون د برید په اړه سوشل ميډیا کې خلکو مختلفو خلکو ټویټونه او لیکنې کړي عام وګړي په دې برید باندې زیات خواشیني دي دويي په خپلو لیکنو کې لیکلي دي چې دولت باید دغه برید غڅ واخلي تر څو په اینده کې د دغه ډول بریدونو ډډه وشی. ځکه که په هېواد همدا ډول بریدونه دوام پيدا کړي نو دا به مو د هېواد اکاډمیک ځوان کل له منڅه ویسي او هېواد به مو نور هم شاته پاتې شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button